کابل ( پژواک ٩ زمرى ٩١ ) : د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو )ايساف( په افغانستان کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په نهمه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړه ،چې دا دوه سرتېري يې پرون د افغانستان په لوېديځ کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوي دي.
ايساف په ياده شوې خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې د رامنځته کېدو کره ځاى نه دى په ګوته کړى.
خو بايد وويل شي، چې دافغانستان په لویدیځ کې د ايساف په مشرۍ ډېرى ايټاليايي او امريکايي سرتېري مېشت دي.
ددغو سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٢٦٦ تنو ته ورسېده.
تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن