ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو دوه سرتېري ووژل شول

author avatar
27 Jul 2012 - 10:18
author avatar
27 Jul 2012 - 10:18

کابل ( پژواک، ٦ زمرى ٩١ ) : د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ايساف په افغانستان کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دا دوه سرتېري يې پرون د افغانستان په سوېل کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.

ايساف په ياده شوې خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښو د رامنځته کېدو کره ځاى نه دى په ګوته کړى.

خو بايد وويل شي ، چې دافغانستان په سوېل کې د ايساف په مشرۍ ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.

ددغو سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٢٥٧ تنو ته ورسېده.

تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.