ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ارغنداب کې نهه افغان او بهرني سرتېري او يو ژباړن و وژل شول

25 Mar 2012 - 13:37
25 Mar 2012 - 13:37

کندهار ښار (پژواک ٦ ورى ٩١): چارواکي وايي، چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې نهه افغان او بهرني سرتېري او يو ژباړن  وژل شوي او يو ټپي دى.

د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي د وري پر ٦ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېرماښام پر شاوخوا اووه بجو د ارغنداب ولسوالۍ دکوهک غونډۍ په سيمه کې رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، پېښه د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې د دوو قوماندانانو په ګډون څلور سيمه ييز پوليس، درې ملي پوليس، يو بهرنى سرتېرى او يو افغان ژباړن وژل شوي او يو ملي پوليس ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې افغان او بهرني ځواکونه په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د پېښې پخلى وکړ، خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

په سيمه کې ايساف ځواکونو هم تر دې مهاله د دغه پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک ته وويل چې تېره شپه د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډې ګزمې ماينونه کشف کړي و ، چې دشنډولو پر مهال پرې درنه  چاودنه  وشوه.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې درې ملي پوليس، درې سيمه ييز پوليس، دوه دملي اردو سرتېري ، يو بهرنى سرتېرى او يو افغان ژباړن وژل شوي دي.

د يادې شوې پېښې مسووليت وسلوالو طالبانو منلى او د دوى يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې په پېښه کې دوه بهرني سرتېري،د دوو قوماندانانو په ګډون څلور سيمه ييز پوليس، درې ملي پوليس او يو افغان ژباړن وژل شوي دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version