ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څه باندې ١٠ ټنه تاريخ تيردرمل او خوراکي توکي وسوځول شول

25 Mar 2012 - 20:16
25 Mar 2012 - 20:16

کندوز( پژواک د وري ٦مه ٩١): په داسې حال کې په کندوز کې څه باندې ١٠ ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول،چې يو شمېر خلک وايي،چې له يادو درملو او خوراکي توکو نه په استفادې سره ناروغان شوي دي.

 ياد درمل په تېرو دريو مياشتو کې د عامې روغتيا رياست له لوري له درملتونونو او هټيوڅخه راغونډ شوي وو،.چې نن (د وري ٦مه) دکندوزښار په ابدان دښته کې وسوځول شول.

 د کندوز دعامې روغتيا مشر ډاکټر سعد ((مختار ))پژواک خبري اژانس ته وويل،چې په سوځولو شوو درملو او خوراکي توکو کې ٣٣٠ قلمه ټابليټونه،شربت، سيروم او غيرالکولي نوشابې ،بسکيټ،ميوه او جوس شامل دي.

اته ټنه يې تاريخ تېر او بې کيفيته  درمل او دوه ټنه يې خوراکي توکي وو.

د عامې روغتيا مشر زياته  کړه،چې ياد شوي درمل دکندوز ښار له درملتونونو او هټيو څخه وړاندې د هټيو دخاوندانو له خوا راټول شوي  او د عامې روغتيا سيارو ډلو ته سپارل شوي وو.

ډاکټر مختار زياته کړه،چې دهغوى څارنيزي ډلې د راغونډولو پر مهال له داسې پېښې سره نه دي مخ شوي،چې تاريخ تېر او بې کيفيته درمل يې ترلاسه کړي وي.

له بل پلوه د کندوز ښا ر اوسېدونکي له تاريخ تيرو خوراکي توکو او په درملتونو کې د بې کيفيته درملو ،له شتون څخه سرټکوي او وايي چې کندوز ته ،تر ډېره بريده پاکستاني،ايراني او هندي درمل راواردېږي.

 نعمت الله چې د کندوز ښار په دويمه ناحيه کې ترکاڼي کوي وويل،چې څو ځله يې بې کيفيته درمل اخيستې دي،چې د اغېز نه درلودو سربېره يې، دهغه دماشوم ناروغي لا پسې زياته کړې ده.

نوموړي وويل: (( ماشوم مې تېره اونۍ ټوخېده، ډاکټر نسخه راکړه او نسخه مې واخيسته،هېڅ اغيز يې ونه کړ، وروسته پوه شوم چې درمل بې کيفيته و او دماشوم ناروغي مې زياته شوه.))

 نعمت الله زياته کړه،چې دعامې روغتيا رياست بايد د بې کيفيته درملو د واردولو او خرڅولو په مخنيوي کې هڅه وکړي.

همداراز ٣٠ کلن نوروز چې کندوز- چهاردرې په لاره موټرچلوي وويل،چې هغه څو ځله له يو شمېر هټيو څخه خوراکي توکي او نوشابې اخيستي دي،چې تاريخ يې تېرشوى وو.

هغه وويل: (( زه نالوستى يم، تاريخ باندې ښه نه پوهېږم، يو وار مې له بازار څخه بسکيټ ،کوک او فانتا وپېرل ،کله مې چې کورته يوړل ،ځوى مى چې په ښوونځي کې دى ، راته  وويل، پلارجانه!  ددې تاريخ خو تېر شوى دى.))

  نوروز زياته کړه،کله يې چې بېرته هټيوال ته يوړل ، دوکاندار يې له پلور څخه انکار وکړ.

ياد موټرچلونکي وويل،چې دعامې روغتيا رياست بايد له هټيو څخه کره څارنه وکړي ،څو تاريخ تېر خوراکي توکي پرخلکو خرڅ نه کړي.

  خو دکندوز دعامې روغتيا رييس زياته کړه،چې د تاريخ تيرو خوراکي توکو او درملو خرڅول جرم دى، که دعامې روغتيا رياست داسې پېښه ومومي، سرغړونکو ته به يې، قانوني جزا ورکړي.

ديادونې وړده،چې تېرکال په کندوز ښار کې ١٠ درملتونونه ،چې بې کيفيته درمل يې پلورل، دعامې روغتيا د پلاوي له لوري وتړل شوې.

 

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version