ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان، ايران او تاجکستان تر منځ په بېلابېلو برخو کې هوکړه ليک لاسليک شو

دوشنبه (پژواک ٧ ورى ٩١): د افغانستان، ايران او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ، انرژۍ او اوبو د لېږد په برخه کې د همکاريو هوکړه ليک تېر ماښام د تاجکستان په پايتخت دوشنبه کې لاسليک شو.

دغه هوکړه ليک د يادو درېيو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ له درې اړخيزې غونډې وروسته لاسليک شو.

د افغانستان د ولسمشر وياند ايمل فيضي په دوشنبه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په هوکړه ليک کې راغلي، چې له ايران څخه به افغانستان او تاجکستان ته د اوسپنې پټلۍ جوړيږي او دغه راز به له ايران څخه افغانستان او تاجکستان ته د انرژۍ د لېږد کرښې رغول کېږي.

هغه زياتوي، چې د درېيو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې له تاجکستان څخه به د افغانستان له لارې ايران ته د اوبو د لېږد يوه نل ليکه رامنځ ته شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دغه هوکړه ليک کې راغلي، چې د اوسپنې د پټلۍ، اوبو او انرژۍ د لېږد په برخه کې د درېيو واړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د زياتوالي لپاره او دېته په کتو سره، چې په افغانستان، ايران او تاجکستان کې د پام وړ ظرفيتونه وجود لري، دغه هوکړه شوې ده.

 فيضي وويل، په هوکړه ليک کې دا هم راغلي، چې نور علاقمند هېوادونه هم کولاى شي له پورتنيو طرحو سره يو ځاى شي.

سرچينه زياتوي، چې د نوموړو طرحو د عملي کولو لپاره د دغو درېيو هېوادونو د استازو مشترکه ځانګړې کمېټه جوړيږي، چې د نوموړې کمېټې غړي به دوه مياشتې وروسته په تهران کې غونډه کوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د وري په پنځمه د اقتصادي او سميه ييزو همکاريو (ريکا) په غونډه کې د گډون په موخه تاجکستان ته تللى دى.

د يادونې ده، چې د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو پنځم کنفرانس د سيمې د هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او څه د پاسه ٧٠ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون په تاجکستان کې جوړيږي.

د کنفرانس موخه دا ده، ترڅو افغانستان د مرکزي اسيا، سوېلي اسيا، منځني ختيځ او لرې ختيځ ترمنځ د يو سوداګريز ترانزيتي پول په توګه بدل شي او په دې توګه د ګډې سيمه ييزې پانګې اچونې لپاره ډاډمن چاپېريال رامنځ ته او سوداګريزي اړيکې پياوړې شي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version