کابل (پژواک ١٣ ورى ٩١): د افغانستان حکومت د سوريې د روانې شخړې د هواري په موخه د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان له طرحې څخه ملاتړ وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول د سوريې د خلکو په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې کړې دي.
دغه غونډه چې نن د ترکيې په استامبول ښار کې جوړه شوه، په کې د ٧٠ عربي او غربي هېوادونو استازو ګډون کړى دى.
ډاکټر زلمي رسول دې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې دى د يوه داسې هېواد په استازيتوب دلته خبرې کوي، چې درېيو لسيزو جګړو ځپلى دى.
هغه زياته کړه: ((موږ په خپله ځپل شوي يو، ځکه د سوريې د خلکو په ځپل کېدو او غمونو هم سخت غمژن يو، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د افغانستان حکومت او خلک د سوريې د خلکو هر ډول ملاتړ کوي او د دوى لپاره سوله او ثبات غواړي.))
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې تاوتريخوالي او جګړې هېڅکله ستونزې نه شي هوارولى.
نوموړى وايي: ((زه له خپلو تجربو څخه وايم، چې جګړې يواځې بدبختۍ او تباهۍ راولي، له جګړو وروسته هم د څو کلونو لپاره د خلکو ذهنونه ګډوډوي.))
زلمي رسول د سوريې د روانې شخړې د هواري په موخه د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي له شپږ مادييزې پرېکړې څخه د خپل هېواد له لوري د ملاتړ اعلان وکړ.
کوفي عنان د ملګرو ملتونو او عربو ټولنې (عرب ليګ) له خوا د سوريې د هواري په موخه استازى ټاکل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې له تېر کال راهيسې په عربي نړۍ کې د روانو انقلابونو په لړ کې په سوريه کې هم ولسي خوځښت پيل شوى دى؛ خو د بشار الاسد په مشرۍ د دغه هېواد چارواکو د ولسي انقلاب پر ځپلو لاس پورې کړى او تراوسه يې زرګونه کسان وژلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن