چاريکار (پژواک ١٤ ورى ٩١): دپروان ولايت په مرکز چاريکارو ښارکې يو سرښوونکى د ناپېژاندو وسلوالو کسانو له خوا ووژل شو.
د پروان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالحنان کوهستاني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسلوالو کسانو، نن (د وري ١٤مه) غرمه مهال د چاريکارو په څلورمه ناحيه کې د دې ښار د تجربوي عالي لېسې سرښوونکى په ډزو سره وواژه.
د نوموړي په وينا، خداداد صالح هغه مهال ووژل شو، چې له ښوونځي څخه خپل کور ته روان و؛ خو د ښوونځي دروازې ته نږدې وسلوالو کسانو پر هغه ډزې وکړې او ويې واژه.
کوهستاني زياته کړه، چې د پېښې عاملين تښتېدلي او په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.
د پروان د پوهنې رياست مرستيال نظام الدين پژواک ته وويل، چې خداداد صالح د پوهنې په برخه کې ٣٠ کلنه تجربه درلوده او کومه اخلاقي ستونزه يا له چا سره شخصي دښمني يې نه درلوده.
د دغه سرښوونکي زوى جاوېد احمد پژواک ته وويل: ((زما پلار له چا سره دښمني نه درلوده، نه پوهېږم چې چا او ولې يې هغه وواژه!))
نوموړي له امنيتي چارواکو څخه وغوښتل، ترڅو د هغه د پلار وژونکي ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د پوهنې وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په پروان کې د يوه سرښوونکي وژنه تاييد کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، استاد خداداد کله چې له خپل کور څخه د ښوونځي په لور روان وو، د لېسې په پنځه مترۍ کې د وسلوالو کسانو له خوا ووژل شو.
د پوهنې وزارت له امنيتي ځواکونو څخه غوښتي، ترڅو د پېښې عاملين ژر تر ژر ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې درې مياشتې مخکې هم، د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې يو ښوونکى د خپل د تره د زوى له خوا وژل شوى و.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن