ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نارنج ګل مشاعره د ګډوډۍ ښکار شوه

3 Apr 2012 - 16:35
3 Apr 2012 - 16:35

جلال اباد (پژواک ١٥ ورى ٩١): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د نارنج ګل د دوديزې مېلې او مشاعرې د کليزې ٥١مه غونډه د نږدې سلګونو شاعرانو او مينه والو په ګډون د وري په ١٥ مه په شېرزي لوبغالي کې ترسره شوه.

د نارنج ګل دوديزه مشاعره، چې زرګونو مينه والو په کې ګډون درلود له غرمې وړاندې د ګډوډيو ښکار شوه.

دغه دوديزه مشاعره وروسته له هغه ګډه وډه شوه، کله چې د چارواکو له ويناوو وروسته د يوه شاعر انتخاب کړى شعر د چارواکو خوښ نه شو او له دريځ (سټېج) څخه د مسوولينو له خوا راښکته کړى شوه.

له دې وروسته د مشاعرې ګډونوالو د مشاعرې د ځاى خېمې وغورځولې او هر لوري ته ګډ وډي رامنځته او مشاعره ختمه شوه.

په سږنۍ مشاعره کې د کوزې پښتونخوا او له ختيځو پرته د نورو ولايتونو شاعرانو ګډون نه درلود او ډېرو شاعرانو په کې د شعر ويلو چانس ترلاسه نه کړ.

نارنج ګل دوديزه مشاعره د دولتي چارواکو، د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور د رييس اورنګ صميم، د مرستيال والي حنيف ګرديوال او د کولتور وزارت د ځوانانو د چارو معين تيمور شاه اسحاقزي د اوږدو ويناوو له امله په لس نيمو بجو پيل شوه.

د غونډې په پيل کې د هېواد مشهور ليکوال او څېړونکى محمداصف صميم سږنۍ مشاعره د (شيخ مصري ښارګوټى) وباله او زياته يې کړه، چې په دې تنګه ساحه کې ډېر خلک نه ځاييږي.

استاد صميم پر ګډونوالو او شاعرانو د زغم پيداکولو غږ وکړ او په چارواکو يې نيوکه وکړه، چې له يوه کال ځنډ وروسته د مينه والو او ګډونوالو وخت په خپلو تکراري ويناوو تېروي.

د نورو کلونو پر خلاف د نارنج په سږنيو شعرونو کې ولس پوهنې، ويښتيا، رغونې او ملي يووالى ته رابلل شوى و.

د مشاعرې يوه ګډونوال ضياء الرحمن حسرت او بل شاعر مطيع الله سراچه وال د کندهار په پنجوايي پېښه نظمونه ليکلي وو، چې په اورېدلو يې د ګډونوالو له سترګو اوښکې وبهېدې، نورو شاعرانو بيا په انتقادي رياليزم کې چارواکي، اداري فساد، اختلاس او د پاکستان نا امنيو ته اشاره کړې وه.

ليکوال او شاعر عزت الله ځواب پژواک ته وويل، چې مشاعره ډېره بې خونده، پيکه، سانسور شوې او بې نظمه وه.

هغه زياته کړه، چې چارواکو د شاعرانو د پراخ ګډون له وېرې څو ورځې وړاندې چا ته خبرتيا نه وه ورکړې او يواځې يوه ورځ وړاندې يې د ننګرهار ټلويزون له پردې اعلان کړى و.

خو د ننګرهار اطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم ونه منله چې دوى د مشاعرې لپاره تابيه نه درلوده.

صميم وويل، شل ورځې وړاندې يې اړوند کمېټې ته د شعرونو سپارلو غوښتنه کړې وه.

د نوموړي په وينا، دا چې د کوزې پښتونخوا او لرو پرتو ولايتونو ځيني شاعرانو په کې ګډون نه درلود، دا د هغوى کار دى.

د اطلاعاتو او کولتور رييس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې مشاعره د ګډوډۍ ښکار شوه، پژواک ته وويل، يوه شاعر غوښتل بې نوبته شعر ووايي، چې دا د اصولو خلاف کار و؛ ځکه مشاعره د ګډوډۍ ښکار او ختمه شوه.

د هېواد يوه نقاد شاعر مطيع الله تراب پژواک ته وويل، چې له خوسته د نارنج ګل په مينه او هيله راغلى و.

نوموړي زياته کړه: ((نارنج ګل د ولس مشاعره ده او کومه مشاعره چې د دولتي غوړه مالانو په ولکه او دېوالونو کې ايساره وي، زه په کې ګډون نه کوم.))

د يادونې ده، چې د ملت د بابا محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په ١٣٤٠ لمريز کال کې د جلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې د ٤٠ شاعرانو په ګډون د نارنج ګل د مېلې او مشاعرې بنسټ اېښودل شوى، چې اوس هر کال د پسرلي په پيل کې په دوديزه بڼه ترسره کېږي.

د دې ترڅنګ په هر پسرلي کې د هېواد په نورو سيمو کې د مڼې ګل، بادام ګل مشاعره، سنځل ګل مشاعره، انار ګل، ريدي ګل، د نښتر مشاعره، کونړ سيند مشاعره، هلمند څپاند سيند مشاعره او يو شمېر نورې مشاعرې هم جوړيږي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version