ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو درې سرتېري ووژل شول

4 Apr 2012 - 09:21
4 Apr 2012 - 09:21

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩١): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو په افغانستان کې د خپلو درېيو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوو خبرپاڼو کې ورکړى دى.

په خبرپاڼو کې راغلي، چې يو سرتېرى يې پرون د افغانستان په سوېل کې د ماين په چاودنه او دوه نور يې په ختيځ کې د چاودنې او وسلوالو مخالفينو په مخامخ بريد کې وژل شوي دي.

سرچينې د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښو کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي چې د افغانستان په ختيځ کې امريکايي او په سوېل کې بريتانوي او امريکايي سرتېري مېشت دي.

د دغو سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ايساف د وژل شوو سرتېرو شمېر ١٠١ تنو ته ورسېد، چې ٦٣ يې امريکايي، ١٣ بريتانوي او ٢٥ نور د ايساف اړوند د نورو هېوادونو دي.

تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو او له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په هېواد کې تر اوسه ٢٩٤٨ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

په تېر ژمي کې د وسلوالو مخالفينو د بريدونو د کمېدو له امله د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم ټيټه شوې وه، خو له تېرې مياشتې راهيسې، چې هوا په ګرمېدو ده، د بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچې يو ځل بيا په لوړېدو پيل کړى دى.

د روان زېږديز کال په لومړۍ (جنورۍ) مياشت کې ٣٤، په فبرورۍ کې ٢٤ بهرني سرتېري وژل شوي، خو په مارچ کې دغه کچه ٣٩ تنو ته لوړه شوه.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version