خوست-ايبک-کلات (پژواک ١٦ ورى ٩١): د بادم ګل او چنار کلنۍ دوديزې مشاعرې په خوست، زابل او سمنګان ولايتونو کې ترسره شوې.
په يادو دواړو مشاعرو کې په لسګونو شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړى و.
په خوست کې د چنار دوديزې مشاعرې بنسټ دوه کاله مخکې د خوست مېشتو شاعرانو او فرهنګيانو له خوا د ولايتي ادارې په مرسته اېښودل شوى دى.
د تېرې شپې مشاعرې په پيل کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، چې دا مشاعره به د خوست د قومونو لپاره د سولې او ورورولۍ پيغام ولري.
ده زياته کړه، چې په هېواد کې د دا ډول مشاعرو جوړېدل، د پښتو ژبې په وده کې ستر رول لري.
په مشاعره کې نږدې سلو شاعرانو خپل شعرونه د غونډې ګډونوالو ته واورول.
د دغه مشاعرې يوه سمبالوونکي نوراجان بهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دا ډول مشاعرو يوه ګټه دا وي، چې د بېلابېلو ولايتونو شاعران سره يو ځاى کېږي، د خپلو فکرونو او خيالاتو تبادله کوي او د ولس فکر هم، دغه مشاعرې خپل کولتور او ادب ته اړوي.
د دې مشاعرې يوه ګډونوال او شاعر محمد اور خاورين وويل، چې دا ډول غونډې د ځوانو شاعرانو د استعدادونو په غوړېدو کې ستر رول لري.
هغه وويل، چې د داسې مشاعرو د جوړېدو يوه بله ښېګڼه دا ده، چې د هېواد شاعران او ليکوالان يو له بل سره پېژندګلوي پيدا کوي.
په مشاعره کې د شاعرانو په ډېرۍ شعرونو کې د افغانستان او سيمې پر حالاتو نيوکې کولې او دغه راز يې ګڼ شمېر شاعرانو عشقي غزل او شعرونه هم واورول.
د مشاعرې په بېلابېلو برخو کې يو شمېر شاعرانو خپل جوړ کړي نظمونه او غزل په ترنم وړاندې کړل، چې مشاعرې ته يې ځانګړې ښکلا ور وبښله.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي حبيب الله رفيع پژواک اژانس ته وويل، چې دا ډول مشاعرې د هېواد د فرهنګ په پرمختګ او وده کې ډېره زياته مرسته کوي او ځوانان دې ته متوجه کوي، چې د خپل هېواد په بيارغونه کې پراخه ونډه واخلي.
دغه راز د سمنګانو په مرکز ايبک کې د بادام ګل په نوم مشاعره د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د شاعرانو او ليکوالانو د ټولنې په مرسته جوړه شوه.
په ياده مشاعره کې د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فتح الله وافي وويل، چې دغه شان مشاعرى د افغاني فرهنګ ته وده ورکوي او ترڅنګ يې د بېلابېلو ولايتونو شاعران سره يو ځاى کېږي او د خپلو فکرونو او خيالاتو تبادله کوي.
هغه د ټولو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغاني او اسلامي فرهنگ په پراختيا کې خپلې وروستۍ هڅې وکړي.
په ياده مشاعره کې ٢٧ شاعرانو عشقي، غزل او حماسي شعرونه وويل .
د يادې مشاعرې يوه ګډونوال، چې له ٨ کلونو راپه دېخوا شعرونه وايي، پژواک خبري اژانس ته وويل: (شاعران هغه کسان دي، چې د قلم په ژبه د هېواد د اصلاح لپاره هڅې کوي.))
دغه راز د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې د سلګونو شاعرانو ، ليکوالو او د ادب د مينه والو په ګډون د بادام ګل کلنۍ مشاعره جوړه شوه.
دغه مشاعره نن د وري په ۱۶مه، د زابل د ولايت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په کې د ليکوالو ترڅنګ دولتي چارواکو هم په پراخه کچه ګډون درلود.
د مشاعرې يوه سمبالوونکي راحت الله قيام پژواک اژانس ته وويل، چې دا پر له پسې اتم کال دی چې په زابل کې د خپلواکو فرهنګپالو له خوا د بادام ګل کلنۍ مشاعره جوړېږي.
هغه زياته کړه، چې سږ کال هم په مشاعره کې تر ۵۰۰ تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د ادب مينه والو ګډون درلود.
د ده په خبره، چې په نننۍ مشاعره کې د زابل ترڅنګ له کندهار، هلمند، غزني او د کوېټې له ښار څخه هم يو شمېر شاعرانو ګډون کړى و.
د دې ترڅنګ په هر پسرلي کې د هېواد په نورو سيمو کې د نارنج ګل، مڼې ګل، بادام ګل مشاعره، سنځل ګل مشاعره، انار ګل، ريدي ګل، د نښتر مشاعره، کونړ سيند مشاعره، هلمند څپاند سيند مشاعره او يو شمېر نورې مشاعرې هم جوړيږي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن