ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا سوداګر او دوکانداران د کلدارو بندېدل غواړي

10 Apr 2012 - 14:21
10 Apr 2012 - 14:21

ښرنه (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د پکتيکا سوداګر او دوکانداران وايي، چې په دغه ولايت کې راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي او دوى ته له دې امله ډېر زيان رسېږي.

دغه سوداګر غواړي، چې په پکتيکا کې دې د راکړې ورکړې په معاملو کې د کلدارو پر چلند او کارولو بنديز ولګول شي.

د دغه ولايت د دوکاندارانو د اتحاديې مشر ګلزاده حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې د ښرنې او ولسواليو دوکانداران سوداګريز توکي په افغانيو او ډالرو پېري او بېرته يې پر کلدارو پلوري، چې دغه کار دوکاندارانو ته ډېر زيان اړولى دى.

د هغه په وينا، کله چې دوکانداران په غزني ښار، کابل او يا بل ځاى کې په ډالرو او افغانيو توکي پېري، نو په خپل ولايت کې يې په کلدارو پلوري، چې بېرته يې پر افغانيو بدلې کړي خپله بيه هم نه پوره کوي.

نوموړي زياته کړه: ((په تېر کال کې د کلدارو ارزښت څو ځلې د افغانيو او ډالرو په مقابل کې په بې درېغه ډول راولوېد، نو له همدې امله زموږ دوکانداران سخت زيانمن شول.))

احمدشاه، چې د ښرنې په ښار کې د خوراکي توکو پلورنځى لري، پژواک اژانس ته وويل، چې پر کلدارو راکړې ورکړې يې د کال خواري په اوبو لاهو کړه.

د ده په خبره، کله چې يې د دغه کال په سر کې د خپل دوکان کلنى حساب کاوه، د کلدارو له امله ورته تر يو ميليون افغانيو ډېر زيان اوښتى دى.

هغه وايي، چې افغانۍ د افغانستان خپله سکه ده او پر پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې مخه نيول د دولت له دندې او مسووليتونو څخه دى او ډېر ژر يې بايد غم وخوري.

په ښرنه کې د موټرو د پرزو دوکاندار کريم خان هم وايي، چې په تېر لمريز کال کې ورته د کلدارو له امله ډېر زيان اوښتى دى.

ده وويل: ((د پرزو د خرڅلاو کاروبار ډېره ګټه لري، خو د کلدارې د راکړې ورکړې له امله مو په دغه کار کې هېڅ ګټه تر اوسه نه ده کړې.))

د نوموړي په خبره، عام خلک خو کلدراه کاروي، خو ډېرۍ دولتي کسان هم د ځان او ادارو لپاره راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کوي.

حاجي ادم، چې د ښرنې په ښار کې د صرافۍ دوکان لري وايي، چې دى هره ورځ تر ټولو زياتې کلدارې په افغانيو پلوري.

د هغه په وينا، ډېر دولتي مامورين هم له معاش اخيستو سره سم افغانۍ په کلدارو بدلوي، ترڅو راکړه ورکړه پرې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، ډېرى وخت د هغو ځايي خلکو ترمنځ، چې په قرض باندې معاملې کوي، له دې امله شخړې رامنځ ته کېږي چې د کلدارې ارزښت ژر ژر لوړيږي او ټيټيږي.

د پکتيکا چارواکي هم د سوداګرو او دوکاندارانو دغه ستونزه پر ځاى بولي.

د پکتيکا والي محب الله صميم پژواک اژانس ته وويل، چې دا د دولت مسووليت او پاليسي ده چې د پاکستانيو کلدارو پر ځاى بايد د افغانستان خپله پيسه دود کړي.

د هغه په وينا، د خلکو هم هېوادنى مسووليت دى، چې راکړه ورکړه په خپله ملي سکه ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دوى مخکې هم امنيتي ارګانونو ته دنده ورکړې وه، چې د دغه کار مخه ونيسي او په نږدې راتلونکې کې به هم هڅه وکړي، چې په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې د کلدارو مخه ونيسي.

د يادونې ده، چې نه يواځې په پکتيکا، بلکې د هېواد په ډېرو سرحدي ولايتونو کې پاکستانۍ کلدارې کارول کېږي او افغان حکومت له ډېرو هڅو سره هم تر اوسه په دې نه دى توانېدلى، چې په دغو سرحدي سيمو کې د پاکستانۍ کلدارو د کارېدو مخه ونيسي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version