غزني ښار (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د غزني د ښځو چارو په رياست کې د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون پرانيستل شو.
ياد نندارتون نن (د وري ٢٢مه) د امريکا د متحدو ايالتونو په مالي مرسته پرانيستل شو او تر راتلونکو درېيو ورځو به دوام ولري.
دغه نندارتون، چې د غزني د ښځو چارو رياست په ودانۍ کې پرانيستل شوى، د ٣٠ مېرمنو په لاس ګنډلي توکي په کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د غزني د ښځو چارو رييسې شکريې ولي پژواک اژانس ته وويل، چې له دغه نندارتون څخه يې موخه د مېرمنو د وړتياوو ښودل دي.
د هغې په وينا، له يوې خوا به په دې سره مېرمنې وهڅول شي او له بلې خوا به د کورني اقتصاد په پياوړتيا کې او لاسي صنايعو ته د بازار موندلو په برخه کې مرسته وشي.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي، چې دغه نندارتون ته ورغلى و، وويل، چې په دغه نندارتون کې بايد د غزني د ولسواليو مېرمنو ته هم د ګډون حق ورکړاى شوى واى.
د ده په خبره، هر ځلې چې د ښځو لاسي توکي نندارې ته وړاندې کېږي، نو يواځې د ښار اړوند مېرمنې په کې برخه اخلي.
احمدي زياته کړه: ((د ولسواليو مېرمنې هم کولاى شي او هم حق لري، چې په خپل لاس جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړي.))
د نندارتون د پروژې مشر جيلاني د والي د مرستيال نيوکه پر ځاى وبلله او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي جوړېدونکو نندارتونونو کې به د ولسواليو د مېرمنو لاسي توکي هم نندارې ته وړاندې ګړي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((د دغې پروژې لپاره د امريکا هېواد له خوا ۴۵زره امريکايي ډالر مرسته شوې، چې په راتلونکي کې به هم ورته نندارتونونه ولرو او ډېرى به په کې د ولسواليو د مېرمنو لاسي توکي کېښودل شي.))
د نازنينې په نوم يوې مېرمنې، چې په لاس جوړ کړي توکي يې نندارې ته اېښي وو، پژواک اژانس ته وويل، چې دا د مېرمنو لپاره يوه ښه کاري زمينه ده.
د دې په وينا، تر ټولو لومړۍ شرط دا دى، چې لاسي صنايعو ته مارکېټ پيدا شي، ترڅو پېردونکي ومومي او د مېرمنو اقتصاد پياوړى شي.
نازنينې وويل: ((په دې درېيو ورځو کې زموږ توکي نه پلورل کېږی، بايد يو سم بازار ورته جوړ شي، ترڅو په ښه بيه وپلورل شي.))
د يادونې ده، چې دوه مياشتې مخکې هم د غزني د ولايتي شورا د غړې حميدې ګلستاني او د قره باغ د سيمه ييزې شورا د رييس له لوري ورته نندارتون پرانيستل شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن