کلات-قلعه نو-ترينکوټ (پژواک ٢٦ ورى ٩١): د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ ولسوال په يوه چاودنه کې له څلورو پوليسو سره ټپي شو.
د بادغيس ولايت مرستيال والي عبدالغني صابر د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بالامرغاب پر ولسوال دغه چاودنه تېره شپه هغه مهال وشوه، کله چې نوموړى له غورماچ ولسوالۍ څخه خپلې دندې ته روان و.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د بالامرغاب ولسوال محمدهاشم حبيبي له څلورو ساتونکو پوليسو سره ټپي شوى دى.
د صابر په وينا، ټپيان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د امين الحق په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې چاودنه د شپې اته بجې د پوليسو پر موټر شوې وه.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې پنځه پوليس ټپي شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله درې پوليس ټپي شوي دي.
د مقر امنيه قوماندان سمونيار ضياءالدين پژواک ته وويل، چې دا پېښه د ولسوالۍ په فيروزي کلي کې رامنځته شوې ده.
بلخوا د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی دی.
د شاه جوى ولسوال محمدصديق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د يادې ولسوالۍ د زکوزو په سيمه کې پر يوه فرعي لاره ماينونه خښ کړي وو، چې سيمه ييزو پوليسو يې د شنډولو په موخه عمليات درلودل.
هغه وويل، چې پر دغه مهال يو ماين چاودېدلى، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى دى.
وسلوالو طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
قاري يوسف احمدي وايي، چې په چاودنه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي، خو ولسوال د طالبانو دغه ادعا رد کړه.
د يو بل خبر له مخې، په اروزګان ولايت کې دوه وسلوال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک ته وويل، چې دا چاودنه تېره شپه په چارچينو ولسوالۍ کې هغه مهال شوې، چې طالبانو د سړک پر غاړه ماينونه خښول، چې په خپله پرې وچاودېد.
دى وايي، چې په دې چاودنه کې د دوو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ يو يې ټپي شوى هم دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن