ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو او دفاع وزيران د ناټو په غونډه کې ګډون کوي

15 Apr 2012 - 17:36
15 Apr 2012 - 17:36

کابل (پژواک٢٧ورى٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو او دفاع وزيران به ډېر ژر، د ناټو غړو هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ګډون په موخه بلجيم او له هغه ځايه پولينډ ته ولاړ شي.

دا څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

موسى زي د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې کره نېټه ونه ښوده، خو زياته يې کړه چې د افغانستان د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول به په نږدې ورځو کې په دې غونډه کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته ولاړ شي.

د ده په وينا، ياده غونډه کې به له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسې پر پرمختګ، له ٢٠١٤ کال وروسته د افغان ځواکونو پر اوږدمهاله تمويل او د شيکاګو کنفرانس پر چمتووالي خبرې وشي او د افغانستان امنيتي حالت به هم وڅېړل شي.

افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسه تېر کال پيل شوې او په پام کې ده، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه بشپړه شي.

په راتلونکې زېږديزه مياشت کې به د امريکا په شيکاګو کې د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه شي او په دې غونډه کې به د افغانستان د امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا خبرې وشي.

موسى زي وويل، چې د افغانستان د ملي دفاع او بهرنيو چارو وزيران به تر بروکسل وروسته، له همغه ځايه د پولينډ مرکز وارسا ته ولاړ شي.

ده وويل چې زلمى رسول او عبدالرحيم وردګ به د پولينډ د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو او د ملي امنيت له مشاور سره  د دوه اړخيزه اړيکو د پياوړتيا پر سر خبرې وکړي.

د ده په وينا، په دې ليدنو کې به افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد پروسې پرمختګ او په دې پروسه کې د پولينډ پر ونډې به هم خبرې وشي.

بلجيم ته د يادو افغان چارواکو سفر په داسې حال کې دى، چې تېره پنجشنبه (د وري ٢٤مه) د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن کابل ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه، چې د ناټو غړي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

موسى زي همداراز په نننۍ خبري ناسته کې يادونه وکړه، چې د امريکا متحده ايالتونو له خوا د افغان دولت د دوو شرطونو تر منلو وروسته، اوس د دواړو هېوادنو ترمنځ د  ستراتيژيک تړون پر سر خبرې منظمې او ښې روانې دي.

افغان دولت له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک لپاره په افغانستان کې د بهرنيو زندانونو نه شتون او د شپې عملياتو د افغاني کېدو شرطونه وړاندې کړې وو، چې دواړه يې ومنل شول.

موسى زي هيله وښوده، چې ستراتيژيک تړون تر شيکاګو کنفرانس وړاندې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسليک شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند همداراز وويل، چې په ايران کې ناقانونه افغان کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ دوام لري او ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې مياشتې ترپايه ١٨زره کورنيو ته دغه پاسپورتونه ورکړل شي.

د موسي زي د معلوماتو له مخې، په ايران کې د افغان اتباعو د هويت د تثبيت په موخه د پاسپورتونو د وېش دغه لړۍ د تېر کال په وږي مياشت کې پيل شوې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، په ټوليز ډول ١١٤زره افغان کډوالې کورنۍ په ايران کې اوسېږي، چې ورته د پاسپورتونو د وېش لړۍ به دوام ولري.

ده وويل چې دغه پاسپورتونه د ايران د ١٥ ولايتونو په مرکزونو کې هغو افغان اتباعو  ته ورکول کېږي، چې له کورونو سره په ايران کې کډوال دي؛ خو مجردو کډوالو ته چې کورونه يې هلته نه دي، په افغانستان کې پاسپورت ورکول کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ايران کې ٩٠٠زره قانوني او ١،٤ميليونه غير قانوني افغان کډوال ژوند کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version