ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد جګړه کې د ٧ ځانمرګو په ګډون لس تنه ووژل شول

15 Apr 2012 - 14:34
15 Apr 2012 - 14:34

جلال اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د ننګرهار چارواکي وايي چې د جلال اباد پر هوايي ډګر او پي ار ټي شوي ډله ييز بريدونه پاى ته رسېدلي او د اووه ځانمرګو په ګډون ١٠ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دغه ډله ييز بريدونه نن د وري په ٢٧مه، په يو وخت تر غرمې وروسته د جلال اباد ترڅنګ، د کابل په بېلا بېلو سيمو، د لوګر د مرکز او د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې ترسره شول.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريدونه نن ماسپښين په دوو بجو پيل او په څلور بجو پاى ته ورسېدل.

د عبدالزي په وينا، وسلوالو د موټر بمونو په وسيله د ننګرهار پر ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي ) او هوايي ډګر بريدونه وکړل.

د ده د معلوماتو له مخې، پر پي ار ټي د بريد په پايله کې څلور ځانمرګي بريدکوونکي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، ٤ نورو ځانمرګو،چې د ښځو چادري يې اغوستې وې،خپل له چاودېدونکو توکو ډک سرف ډوله موټر د ننګرهار پر هوايي ډګر وروست.

خو عبدالزي وويل، چې بريدکوونکي د امنيتي منسوبينو له خوا وپېژندل شول او کله چې امنيتي منسوبينو پر موټر ډزې وکړې، دوو ځانمرګو له موټر ځانونه وغورځول او موټر وچاودېد.

د ده په وينا، د چاودنې له امله په موټر کې پاتې دوه ځانمرګي ځاى پرځاى ووژل شول.

د ده په وينا، له پاتې دوو نورو ځانمرګو څخه چې له موټره يې ځانونه غورځولي وو، د چاودنې په ترڅ کې يو په ټپي او يو په روغ حالت کې د امنيتي منسوبينو له خوا ونيول شول، چې ټپي يې وروسته ساه ورکړه.

د نوموړي په وينا، بريدکوونکي په راکټونو، پيکاوو، لاسي بمونو او له چاودېدونکو توکو ډکو واسکټونو سمبال وو.

د جلال اباد په هوايي ډګر کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې پر هوايي ډګر درې راکټونه توغول شوي، چې د هوايي ډګر دننه لګيدل دي؛ خو کوم زيان يې نه درلود.

د جلال اباد هوايي ډګر او د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې ودانۍ د بهسودو ولسوالۍ اړونده ساحه کې موقعيت لري.

د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي پژواک اژانس ته وويل، چې د هوايي ډګر او پي ار ټي په ځانمرګو بريدونو کې درې بريدګر او درې عام وګړي وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې روغتون ته د يوه ملکي وګړي جسد او يو ټپي راوړل شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې د ايساف چورلکو پر بريدکوونکو له هوا څخه هم ډزې کړې دي؛ خو دا نه ده معلومه چې بريد کوونکي يې وژلي که نه.

د طارق په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، څلور ځانمرګي بريدکوونکي چې د ښځو چادرۍ يې په سر وې، له يوه کرولا موټر څخه ښکته شول او پر پي ار ټي يې ډزې پيل کړې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن شاوخوا يوه نيمه بجه، لسګونو وسلوالو طالبانو د کابل د بېلا بېلو سيمو ترڅنګ په جلال اباد، لوګر او پکتيا ولايتونو کې ډله ييز بريدونه ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې تر درېيو ساعتونو پورې د دوى وسلوالو په ننګرهار کې له امنيتي ځواکونو سره سخته نښته وکړه، چې په پايله کې يې ګن شمېر کورني او بهرني سرتېري ووژل شول.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version