کابل ( پژواک ٢٧ ورى ٩١ ) : د ناټو د ملکي استازي وياند وايي ، چې د ناټو د وزيرانو په غونډه کې به افغان ځواکونو ته د امنيت پر لېږد او ددې پروسې تر بشپړېدو وروسته له افغانستان سره د ناټو پر اړيکو خبرې وشي .
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي وياند ډومنيک ميډلي د وري په ٢٧مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
ټاکل شوې ده، چې د روان لمريز ١٣٩١ کال د وري په ٣٠مه، د بلجيم په پلازمېنه برسلز کې د ناټو ددفاع او بهرنيو چارو وزيرانو غونډه ددغه سازمان په مرکزي دفتر کې د سازمان د عمومي منشي انډرس فاغ راسموسن په مشرۍ کې جوړه شي .
په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي وياند ډومينک ميډلي وايي، چې دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړي او په کې به د ناټو ترڅنګ د ايساف غړيو هيوادونو او افغانستان ددفاع او بهرنيو چارو وزيرانو سربيره په افغانستان کې د ښکېلو يو شمېر نړيوالو سازمانو نو استازي هم ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې به دافغانستان د روانو حالاتو د ارزونې ترڅنګ راتلونکې مياشت د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو د سرمشريزې غونډې په اړه لومړنۍ خبرې هم وشي .
ټاکل شوې ده، چې دشيکاګو په غونډه کې دافغان ملي ځواکونو د مالي تمويل په اړه خبرې او پرېکړې وشي.
ډومنيک وايي ، چې د برسلز په غونډه کې به افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د لېږد پروسه او د افغان ملي ځواکونو د پرمختګ چارې هم و ارزول شي .
د ناټو د ملکي استازي وياند وويل ، چې ددې غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو سازمان ددفاع وزيران به ددغه سازمان د راتلونکو کلونو د صلاحيتونو او وړتياوو په اړه هم خبرې وکړي .
د هغه په وينا، ددې غونډې په دويمه کاري ناسته کې به ددفاع وزيرانو ترڅنګ د بهرنيو چارو وزيران هم ګډون وکړي او ددې ناستې موضوع به افغانستان او په ځانګړې توګه د امنيت د چارو تر لېږد وروسته د ناټو رول وي.
ډومنيک وايي ، چې دوه کاله مخکې د ليزبن په سرمشريزه غونډه کې ناټو افغانستان سره د اوږود مهاله ستراتيژيکو اړيکو هوکړه کړې وه او د شيکاګو په غونډه کې به د افغان امنيتي ځواکونو دتمويل ترڅنګ د لېزبن د غونډو د پرېکړو د پلي کېدو په اړه بحث وشي.
د هغه په وينا، د روانې اونۍ د غونډې په دويمه ورځ به د ناټو سازمان ترڅنګ د ايساف غړيو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي او افغان ځواکونو ته د امنيت دلېږد په درېيم پړاو به خبرې وکړي .
نوموړي زياته کړه : (( دغه پروسه په ښه توګه پيل او بريالۍ روانه ده، ننګونه داده، چې دا يقينى کړاى شي ، چې دا پروسه په ښه توګه پاى ته ورسېږي او ټولې سيمې افغان ځواکونو ته وسپارل شي . ))
د يادونې ده، چې افغان ځواکونو ته دامنيت دلېږد پروسه د ١٣٩٠ لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوه او تر اوسه په دوو پړاوونو کې د٢٥ سيمو چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن