ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نادعلي د ټولنيزې شورا ۱۴ غړي د غلا په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي

17 Apr 2012 - 17:28
17 Apr 2012 - 17:28

لښکرګاه (پژواک ٢٩ ورى ٩١): چارواکي وايي چې د هلمند د نادعلي د ټولنيزي شورا ۱۴ غړي د مرسته شويو غنمو د غلا په تور څارنوالۍ ته وروپېژندل شول.

چارواكي زياتوي، هغه غنم چې د نادعلي ولسوالۍ د درې زره بېوزلو كورنيو لپاره ځانګړي شوي وو، د دې شورا د ځينو غړو له خوا غلا شوي وو.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال فضل باري فياض او د همدې موضوع د څېړلو مسوول نن (د وري ٢٩مه) د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، چې د دوى تر څېړنو وروسته دا په ډاګه شوه، چې مرسته شوي غنم تر نيمايي ډېر غلا شوي دي.

د هغه په وينا، د نادعلي د ټولنيزې شورا د رييس باركزي په ګډون د ۱۴ تنو نوملړ يې د هلمند څارنوالۍ ته لېږلى او له عدلي ارګانونو يې غوښتي، چې تورنو كسانو ته خامخا سزا وركړي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز د يادو غنمو په غلا كې په لښكرګاه كې د اصلاحي شورا مشر او د نادعلي د ټولنيزي شورا غړى عبدالاحد هلمندوال هم شامل دى.

د ولايتي شورا مرستيال وويل، پر دې سربېره تورنو کسانو نورې هم ډېرې غلاوې كړې دي، چې په خپل وار سره به يې څېړنې پيل كړي.

د ده په خبره، نادعلي ته درې سوه ټنه غنم چې د هندوستان له خوا مرسته شوي وو، دوه سوه ټنه يې نادركه دي.

د هلمند د والي د پرمختيايي چارو سلاكار او د ټولنيزو شوراګانو د جوړولو او څار مسوول وحيدالله الفت پژواك اژانس ته وويل، چې دوى د شوراګانو ټول غړي پر خپلو حقونو او صلاحيتونو پوه کړي دي.

د ده په وينا، ټولو غړو ته يې مخکې له مخکې ويلي دي، چې كه په درغليو تورن وپېژندل شي، نه يواځې د شورا غړيتوب له لاسه وركوي، بلكې قانوني چلند به هم وسره كيږي.

بل خوا د نادعلي د ټولنيزې شورا غړى او د لښکرګاه د اصلاحي شورا مشر عبدالاحد هلمندوال پژواك اژانس ته وويل، چې ده يوه بوجۍ غنم هم نه دي وړي او پر ده لګول شوي تورونه يې رد كړل.

نوموړي زياته کړه، چې د ولسواليو لپاره په مرسته شويو توکو او د نورو مرستو په غلا كې يو شمېر لوړ پوړي چارواكي لاس لري، چې د ولايتي شورا غړي يې په سر كې دي.

خو د نادعلي د ټولنيزي شورا رييس حاجي باركزي پژواك اژانس ته دا ومنله، چې يوه اندازه غنم يې په خپلسر د لښكرګاه له ګودامونو څخه كليو ته له دې امله وړي، چې د ولسوالۍ ګودام چمتو نه و.

د هغه په وينا، كليو ته يې په رسېدو يوه اندازه غنم بېوزلو په خپل منځ كې سره ووېشل او پاتې يې بېرته د ولسوالۍ ګودام ته د يوه پلاوي پر وړاندې تسليم کړل.

د يادونې وړ ده چې تېر كال هم، د ۲۵زره كورنيو لپاره مرسته شوي غنم ولسوالۍ ته تر رسېدو وروسته يوه اندازه نادركه شول.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version