کابل (پژواک ٣٠ورى٩٠): ولسي جرګې د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د نل ليکې د غځولو (تاپي) او دوه نور هوکړه ليکونه تصويب کړل.
د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو، د افغانستان او ايټاليا تر منځ د هېواد په لوېديځه حوزه کې د کرنې او کليوالي پراختيا د پروژو د پلې کېدو د ملاتړ او د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ترمنځ د ګاز نل ليکې (تاپي) هوکړه ليکونه نن د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړل.
د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون غړي محمد نور اکبري وويل، چې د ولسي جرګې په اتلسو کمېسيونونو کې د دغو هوکړه ليکونو په اړه بحث شوى او په اړه يې مخالف نظر شتون نه درلود.
د ياد کمېسيون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او هند ترمنځ ستراتيژيک تړون تېر کال د غويي په مياشت کې د ولسمشر حامد کرزي او د هند د لومړي وزير من موهن سنگ ترمنځ لاسليک شوى دى.
دى وايي، د دغه تړون پر بنسټ به هند د افغان ځواکونو په روزنه او تجهيز کې مرسته کوي او همداراز به په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
د نور اکبري په خبره، د افغانستان او ايټاليا ترمنځ په لوېديځه حوزه کې د کرنې او کليوالي پراختيا د پروژو له پلې کېدو د ملاتړ هوکړه ليک تېر کال د يادو هېوادنو د حکومتي چارواکو ترمنځ لاسليک شوى دى.
هغه وايي، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به ايټاليا په هرات، بادغيس، فراه او غور ولايتونو کې د کرنې او کليوالي پراختيا د پروژو په پلې کولو کې ٦،٢ ميليونه يورو مرسته وکړي.
اکبري زياته کړه، چې د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ترمنځ د ګاز نل ليکې (تاپي) هوکړه ليک د يادو هېوادونو تر منځ د ١٣٨٩کال په ليندۍ مياشت کې لاسليک شوى دى.
د تاپي د پروژې له لارې به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته ولېږدول شي.
اکبري وايي، چې د تاپي پروژې لګښت شاوخوا ١٠ ميليارده امريکايي ډالره اټکل شوى، چې د اسيايي پراختيا بانک له خوا ورکول کېږي.
د افغانستان د کانونو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، افغانستان کولاى شي د اړتيا په صورت کې له دې نل ليکې څخه په لومړيو کې هر کال ٦٠٠ ميليون مکعب متره او وروسته په کال کې څه باندې ٥ ميليارده مکعب متره ګاز وپېري.
د سرچينې په وينا، دغه نل ليکه ١٨٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري، چې ٩١٧ کيلومتره يې د افغانستان په خاوره کې تېريږي او هر کال به يې افغانستان د حق العبور له فيس څخه ٤٠٠ ميليون امريکايي ډالره ترلاسه کوي.
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل، هر څوک چې د دغو هوکړه ليکونو له تصويب سره موافق وي، شين کارت او که مخالف وي سور کارت دي پورته کړي.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې ١٢٧وکيلانو حضور درلود، چې د يادو هوکړه ليکونو د تصويب لپاره يې په غوڅ اکثريت شنه کارتونه پورته کړل.
د اساس د نوي يمې مادې له مخې، د د ولتونو ترمنځ د معاهداتو او نړيوالو ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ولسي جرګې له واکونو څخه دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن