کابل (پژواک ٣٠ ورى ٩١): بې پولې ډاکټرانو (MSF) په خوست کې له دې امله خپل فعاليتونه ودرول، چې په اړوند زېږنتون کې يې تېره ورځ چاودنه وشوه.
پرون له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د خوست ښار د بې پولې ډاکټرانو په زېږنتون کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو چاودنه وشوه، چې دوه ماشومان او دوه سړي په کې ټپيان شول. تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
په هغې خبرپاڼه کې چې د بې پولې ډاکټرانو له لوري نن پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې خپل کار دروي، په روغتون کې شته ناروغان به د خوست ولايتي زېږنتون ته ولېږل شي او نويو ناروغانو ته به د داخلې اجازه ورنه کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي رېنزو فريک ويلي: ((د روغتون د کار درول به تر هغه دوام وکړي، چې ترڅو ام اس اف ته د ساحې د کنټرولوونکو له خوا پوره ډاډينه ورنه کړل شي او د ناروغانو، روغتيايي کارکوونکو او روغتيايي چارو ته دې احترام وکړل شي.))
سرچينه ليکي: په خوست ښار کې بې پولې ډاکټران ٥٦ بستريز روغتون لري، چې د روان زېږديز کال په مارچ پرانيستل شوی او ٧٠٠ ناروغانو ته يې د ٦٠٠ ولادتونو په ګډون روغتيايي خدمتونه ترسره کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، بې پولې ډاکټران په وړيا ډول په کابل کې د احمدشاه بابا په روغتون، د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند د بوست په روغتون کې روغتيايي چوپړ وړاندې کوي او په کندوز کې هم يو جراحي مرکز لري.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن