ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د تښتوونکو يوه ډله ونيول شوه

19 Apr 2012 - 17:36
19 Apr 2012 - 17:36

هرات ښار (پژواک ٣١ ورى ٩١): د هرات د ملي امنيت موظفينو د تښتوونکو يوه ډله د يوه سوداګر له تښتولو مخکې ونيوله.

 د هرات د والي وياند محى الدين نوري، دغه مطلب نن (د وري ٣١مه) د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په ډاګه کړ او زياته يې کړه، چې له دې کسانو نه اسناد او شواهد هم ترلاسه شوي دي.

 نوموړي د دې کسانو د نيول کېدو نېټه او د ياد شوي سوداګر نوم په ډاګه نه کړ او زياته يې کړه، چې دغه کسان په هرات کې د ملي امنيت د موظفينو له خوا تر تښتونې مخکې نيول شوي او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى.

 له بلې خوا د هرات د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه کې، چې نن پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې ده، راغلي چې د ماين پاکۍ د موسسې يو موټرچلوونکى او درې کارکوونکي له تښتوونکو راخوشې شول.

 په خبرپاڼه کې راغلي دي، دغه موټرچلوونکى د شينډنډ ولسوالۍ د خلکو په همکارۍ راخوشې شوى دى؛ خو د هغه د خوشې کېدو نېټه يې په ډاګه نه کړه.

 همدارنګه د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ماين پاکۍ موسسې درې کارکوونکي، چې دوه اونۍ د هرات ولايت له غوريان ولسوالۍ نه تښتول شوي وو، هم راخوشې شول.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کارکوونکي د سيمې د مشرانو او سپين ږيرو په همکارۍ له تښتوونکو خوشې شوي او په تړاو يې څوک نيول شوي نه دي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version