شبرغان (پژواک ٢ غويى ٩١): د جوزجان ولايت د مستوفيت مسوولين په ١٣٩٠ کال کې په دې اداره کې د ٤٠ سلنه عوايدو د زياتېدو خبر ورکوي.
د جوزجان مستوفي غلام فاروق لغماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى له خوا په ١٣٩٠کال کې ترلاسه شوي عوايد څه باندې ١٩٠ ميليونه افغانيو ته رسېدلي وو.
د هغه په وينا، د ١٣٨٩کال عوايدو ته په پام سره، چې ١٣٥ ميليونه افغانۍ راټولې شوې وې، په ١٣٩٠کال کې نږدې ٤٠ سلنه زياتوالى ښيي.
همداراز سرچينې زياته کړه، چې د جوزجان ولايت د تېر کال په عوايدو کې زياتوالى، د وزارت د پلان په په نسبت ١٢سلنه زياتوالى ښيي.
نوموړي وويل: ((د ١٣٩٠کال د پلان له مخې، اټکل کېده چې موږ ١٧٠ ميليونه افغانى په کال کې عوايد له ولايت څخه ترلاسه کړو.
لغمانى زياته کړه، چې د مستوفيت عوايد له بېلابيلو مدارکو څخه، چې د شرکتونو د لېږد ماليه، د کارمندانو معاشونه، د جايدادونو کرايې، د موټرونو له پلور نه ماليه، د ځمکې اجاره او د محکمې د عوايدو له محصولاتو څخه ترلاسه شوي دي.
همدارنګه د جوزجان د والي وياند عبدالواحد اذرلو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېر کال کې د سوداګريزو شرکتونو فعاليتونه په دغه ولايت کې زيات وو، چې دا په خپله په عوايدو مثبت اغېز ښيندي.
د اذرلو په وينا، تېر کال ١٠ نور نوي سوداګريز شرکتونه په اوسنيو شرکتونو ورزيات شول، چې ټولټال ٤٠ شرکتونو ته ورسېدل.
نوموړي زياته کړه، چې دا شرکتونه خپل سوداګريز توکي د مرکزي اسيا له هېوادونو، روسيې او ايران څخه را واردوي، چې د جوزجان پرعوايدو يې هم اثر اچولى دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن