ميدان ښار-غزني ښار (پژواک ٣ غويى ٩١): په ميدان وردګو کې د پوليسو يوه حوزه ګټې اخيستنې سپارل شوې او په غزني کې د اطلاعاتو او کولتور رياست د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې په ميدان ښار کې د پوليسو د دويمې حوزې ودانۍ د څه کم درې ميليونه ډالرو په لګښت نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د هغه په وينا، دغه پيسې په ميدان وردګو کې د مېشتو ايساف ځواکونو له خوا پرې لګول شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ودانۍ په درې جريبه ځمکه کې د درېيو کلونو په موده کې جوړه شوې، چې ۱۱ اداري خونې، خوړنځى، توقيف خونې، څلور امنيتي برجونه او نور اړين ملحقات لري.
شاهد وويل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د پوليسو لپاره د اوسېدو مناسب چاپېريال رامنځ ته شو، چې له امله به يې پوليس د پخوا په پرتله ډېر په خپلو دندو کې ښه شي.
د يو بل خبر له مخې، د غزني د اطلاعاتو او کولتور رياست لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره نن د غزني د والي موسى خان اکبرزاده له خوا کېښودل شوه.
د غزني والي پژواک اژانس ته وويل، چې په روان لمريز کال کې دغه لومړۍ پروژه ده چې د ۲۰۱۳ کال په موخه يې کار پيل شو.
د هغه په وينا، دغه ودانۍ چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا رغول کېږي ۹،۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ودانۍ به په يو پوړ کې په اساسي ډول جوړه شي، چې ۱۶ اداري خونې او نور اړين ملحقات به ولري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن