ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت ١٠٥ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

23 Apr 2012 - 15:06
23 Apr 2012 - 15:06

اسعداباد (پژواک ٤ غويى ٩١): د نورستان چارواکي وايي چې د کامدېش ولسوالۍ په چاڼيزو عملياتو کې تر اوسه ١٠٥وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېرې سيمې له هغوى پاکې شوې دي.

 

افغان امنيتي ځواکونو وروسته له هغه دوه اونۍ مخکې په کامدېش ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړل، چې په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو خوځښتونه زيات شوي وو او خلک يې بې ځايه ځورول.

د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله د غويي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کامدېش ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو پر ضد د افغان امنيتي ځواکونو پيل شوي عمليات اوس هم په برياليتوب سره روان دي.

هغه زياته کړه، چې تر دې مهاله يې د ولسوالۍ ګڼ شمېر سيمې له مخالفينو نيولې او هغوى يې تېښتې ته اړ کړي دي.

امنيه قوماندان غلام الله وايي، چې تر اوسه په دغو عملياتو کې پنځه څلوېښت وسلوال طالبان وژل شوي  او شپېته نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د ولسوالۍ  د اشترا، جيم جوز او بينوز سيمې چې د طالبانو مهم مرکزونه وو، هم تصفيه شوي او له هغوى څخه زياتې وسلې او مهمات ملي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

هغه وايي، چې په دغو عملياتو کې پنځه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، د طالبانو په ډزو کې وژل شوي او همدارنګه په دغو عملياتو کې يو ملي پوليس هم وژل شوى او د ملي اردو د زيانونو په اړه معلومات په لاس کې نه لري.

غلام الله زياتوي، چې د دغو عملياتو له امله ١١٥ کورنۍ د کونړ ناړۍ ته کډه شوې چې ورسره د کونړ او ننګرهار ادارو له خوا يوه اندازه د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

په ختيځ کې د ملي اردو د دويمې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا وايي، چې تر اوسه د کامدېش په عملياتو کې ملي پوځ ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې عمليات اوس هم په وقفه يي او تصفيوي توګه دوام لري او وسلوال مخالفين له هغو سيمو، چې عمليات په کې پيل شوي وو، تښتېدلي دي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دعوه کوي، چې په دغو عملياتو کې شپږ دېرش خارجي عسکر وژل شوي او جګړه هم پاى ته رسېدلې ده.

نوموړى زياتوي،  طالبان چې له خپلو سيمو په شاه شوي وو او غرنيو سيمو ته وتلي وو بېرته لا خپلو ځايونو ته نه دي راستانه شوي.

مجاهد په دغو عملياتو کې د خپلو ١٧ ملګرو د وژل کېدو او د نهه نورو د ټپي کېدو پخلى کوي، خو وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٦ ملکي وګړي د کورنيو او بهرنيو سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version