پل علم (پژواک ٥ غويى ٩١): د لوګر ولايت د مرکز پل علم ښار په مربوطاتو کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال رازق ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن (د غويي پنځمه) غرمه مهال د پل علم ښار د دادوخېلو په سيمه کې په يوه فرعي سړک کې رامنځ ته شوه.
د نوموړي په وينا، د ملي اردو يو پوځي موټر چې له سيمې څخه تېرېده، له ماين سره تکړ وکړ، چې د چاودنې له امله د ملي اردو څلور سرتېري ووژل شول او درې تنه نور تپيان شول.
سرچينې د پېښې د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات ورنه کړل.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني، پژواک سره په خبرو کې چاودنه او د ملي اردو د موټر ويجاړېدل تاييد کړل؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.
د دادوخېلو د سيمې اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل: ((له چاودنې وروسته د ٢٠ دقيقو لپاره د ډزو غږ هم اورېدل کېده.))
نوموړي وويل، چې د ملي اردو ځواکونو ويجاړ شوى موټر، مړي او ټپيان له سيمې څخه ولېږدول.
وسلوالو طالبانو ددغې پېښې مسووليت پرغاړه واخيست.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې په دغه چاودنه کې د ملي اردو يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
خو نوموړي د مرګ ژوبلې د دقيقې شمېرې په اړه څه ونه ويل .
د يادونې وړ ده چې د روان کال له پيله تراوسه، دا په لوګر کې د ملي اردو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو لومړنۍ پېښه ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن