ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د څاګانو د کېندلو پروژه ناکامه وبلل شوه

24 Apr 2012 - 19:17
24 Apr 2012 - 19:17

چاريکار (پژواک ٥ غويى ٩١): د پروان خلک او چارواکي په دې ولايت کې د يو ميليون او ٢٥٠زرو ډالرو په ارزښت د ژورو څاګانو د کېندلو پروژه بې پايلې ګڼي.

  د پروان اوسېدونکي ادعا لري، چې په چاريکارو ښار کې د څلورو ژورو څاګانو د کېندلو کار، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې په مرسته په دې ولايت کې په لار اچولى شو و، تراوسه نه دى بشپړ شوى.

 د چاريکارو ښار يوه اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وويل، دولتي چارواکي له تېرو دوو کلونو راهيسې وايي چې په دې ښار کې ژورې څاګانې کېندل کېږي؛ خو تراوسه دا کار نه دى معلوم.

  نوموړى دغه پروژه ناکامه ګڼي او زياتوي، چې د چاريکارو ښار ځينې اوسېدونکي اوس هم د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسى نه لري.

 دغه سړي وويل: «کله چې څاه کېندل شوې وي، خو د خلکو لپاره د ګټې اخيستنې وړ نه وي، هغه څاه به څه کړو.»

 هغه زياته کړه، چې د چارېکارو اوسېدونکي خپل ماشومان ښونځي ته نه پرېږدي؛ ځکه هغوى د څښلو اوبو د راوړلو لپاره له يوه نه تر درېيو کيلومترو واټن پورې استوي.

 د چاريکارو ښار د شپږمې پارچې اوسېدونکي محمدسمير پژواک ته وويل: «که د ژورې څاه کېندنې ښه نتيجه درلوداى، نو موږ به اته، ٣٠ ليتره بشکې اوبه په اتيا افغانۍ نه اخيستې.»

 هغه زياته کړه، سره له دې چې د چاريکارو ښار خلک ښه مالي وړتيا نه لري، خو اړ دي چې يا اوبه په اخيستو او يا هم ليرې سيمو ته د خپلو ماشومانو په لېږلو سره د څښاک اوبه برابرې کړي.

 هغه وايي، که چېرې دولت په رښتيا پر خلکو زړه سوى کولاى، په دوو کلونو کې چې د څا د کېندنې کار بشپړ شوى و، د خلکو لپاره به يې د څښلو اوبه برابرې کړې واى.

 نوموړي د پروان د اوبو رسولو رياست چارواکي او په دې ولايت کې لوړپوړي دولتي چارواکې په دې اړه په نه پاملرنه تورن کړل.

 د پروان والي عبدالبصير سالنګي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې دا کار د قراردادي شرکت د ناغېړي له امله شوى دى.

 د ده په خبره، په لومړي سر کې د لوږي ضد په نوم يوې روغتيايي موسسې د اوبو رسولو د دې پروژې قرارداد کړى و؛ خو د هغې کار بې پايلې شو او پروژه يې نابشپړه پرېښوده.

 سالنګي وويل چې له همدې امله، د اوبو رسولو پروژې کار ځنډنى شو؛ خو اوس له يوه بل خصوصي شرکت سره قرارداد شوى، ترڅو پروژه په راتلونکو دوو مياشتو کې بشپړه شي.

 خو د پروان ولايت د اوبو لګولو رياست چارواکي، په چاريکارو کې د اوبو څاګانو د کېندنې پروژې ناکامي نه مني.

 د پروان د اوبو رسولو ادارې مشر محمدقسيم پرواني پژواک ته وويل، چې د يو ميليون او ٢٥٠زره ډالرو په ارزښت د څلورو ژورو څاګانو کېندل، په بګرام کې د مېشتې ولايتي بيارغونې امريکايي ډلې په مالي لګښت په چاريکارو ښار کې بشپړ شوي دي.

 نوموړي د واټرپمپونو د په  کار اچونې په موخه د برېښـنا انرژي نه شتون، يواځېنۍ ستونزه  وګڼله چې له امله يې تردې دمه د څښلو د اوبو له څاګانو څخه ګټه نه ده پورته شوې.

 پرواني زياته کړه، په نږدې ورځو کې د برېښنا د انرژۍ په رارسېدو سره، دوه ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي او د چاريکارو ښار دوه زره کورنيو ته به چې د څښاک د اوبو په ترلاسه کولوکې له جدي ستونزو سره مخ دي، اوبه ورکړل شي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، هره کېندل شوې څاه ٣٠٠ متره ژوروالى لري او د اوبو ذخيره  د ٤٠٠ مترمکعب اوبو په وړتيا، د چاريکارو ښار په سوېل کې جوړه شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې له دوو کلونو راهيسې د چاريکارو ښار د ژورو څاګانو د کېندلو کار بشپړ شوى دى؛ خو د برېښنا د انرژۍ د نه شتون له امله له فعاليت څخه پاتې وې.

 هغه زياته کړه، له دې څاګانو څخه د ګټې اخيستنې په موخه د تمويلوونکو له خوا د جنراتورونو ډېزل هم په پام کې نيول شوي دي؛ خو د تېلو لوړ لګښت له دې څخه د ګټې اخيستنې په لار کې جدي ستونزه ده، ځکه  له څاه څخه د هر لېتر اوبو وېستل په شپږ افغانۍ تمامېږي او د دې پيسو تمويل د دوى له توان څخه بهر دى.

 پرواني وويل، چې په چاريکارو ښار کې ٧٥٠ شېردانه د اوبو د جريان لپاره جوړ شوي او د خلکو د بشپړې ګټې اخيستنې په موخه، په دې ښار کې ٨٠٠ نورو شېردانو ته هم اړتيا شته، چې د جوړولو کار يې روان دى.

 د پروان ولايت د برېښنا رييس غلام حيدر صديقي، پژواک ته وويل چې د برېښنا کېبل، دوو ژورو څاګانو ته رسول شوى او فعاليت ته چمتو دى.

 د ده په وينا، د دوو نورو ژورو څاګانو په اړه کار روان دى، چې په نږدې ورځو کې به هغو ته هم د برېښنا کېبل وغځېږي؛ خو وخت يې په ډاګه نه کړ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version