ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو په تخار، کندوز او بغلان کې مرګ ژوبله او زيانونه اړولي

25 Apr 2012 - 19:47
25 Apr 2012 - 19:47

کندوز، تالقان، پلخمري (پژواک ٥ غويى ٩١): په کندوز، تخار او بغلان ولايتونو کې د سېلابونو د راوتو له امله لس تنه مړه شوي ،١٢ نور ټپيان دي، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او سلګونه کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.

د تخار د والي سرپرست وياند مصطفى رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په اشکمش، نمک اب، چال، بنګي، فرخار، ورسج ولسواليو او تالقان ښار کې سېلابونه راوتلي، چې په اشکمش ولسوالۍ کې يې د څلور کسانو ژوند واخيست او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په چال ولسوالۍ او تالقانو ښار کې دوه تنه نور مړه شوي او په نمک اب ولسوالۍ او تالقانو ښار کې دوه نور کسان ژوبل دي.

د تخار د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتووالي د ادارې مشر عبدالرزاق زنده، وويل چې وروستيو سېلابونو شاوخوا ٢٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه او ٢٠٠ د استوګنې کورونه ويجاړ او زيانمن کړي دي.  

نوموړي څرګنده کړه، چې د يادو ولسواليو اوسېدونکي چټکې مرستې ته اړتيا لري؛ خو يادو سيمو ته د غځېدلو لارو بندېدل، دا کار ناشونى کړى دى.

په کندوز ولايت کې هم په سېلابونو کې د څلورو تنو د مړينې خبر ورکړل شوى دى.

 د کندوز د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتووالي مشر ميراقا اعتبار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ په لرخابي قشلاق کلي، سېلابونه راوتلي چې په ترڅ کې يې د يوه کور چت راولوېد.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې له يوې کورنۍ څخه د څلورو او نهو کلونو د عمر ترمنځ څلور نجونې مړې شوې او د لږ عمر يوه نجلۍ سخته ټپې شوې، چې د کندوز ښار د بې پولې ډاکټرانو عاجل روغتون ته وړل شوې ده.

اعتبار زياته کړه، چې يو سړى تېر ماښام د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلاب او د کوټې د چت د لوېدو له کبله مړ شوى دى.

د سرچينې په وينا، په لرخابي قشلاق کلي کې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي دي؛ خو کره شمېره يې تراوسه جوته نه ده.

د دې کلي اوسېدونکى نادرشاه وايي: ((د شپې ناوخته مې د اوبو غږ واورېد، پوه شوم چې سېلاب دى، په بېړه مو ماشومان واخيستل او وتښتېدو؛ خو کله چې سهار راغلو، هرڅه سېلاب له ځان سره وړي و؛ کور، خوراکي توکي، بړستنې او نه هم توشکې پاتې شوې دي.))

هغه له دولت څخه وغوښتل چې ورسره مرسته وکړي.

خو د کندوز د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتووالي ادارې مشر، زياته کړه چې د اټکل له مخې، هغوى به ډېر ژر خوراکي توکي او جامې د سرې مياشتې په مرسته د دې ولايت په ټولو سېلاب ځپلو ووېشي.

د هغه په وينا، د کندوز په خان اباد او امام صاحب ولسواليو کې د وروستيو سېلابونو له امله څه باندې ٥٠ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ،١٥٠ کورونه يو اندازه ويجاړ اوڅه باندې ٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه، دوه پلونه او څو کرنيز کانالونه هم ويجاړ شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن د بغلان ولايت مرکز د پلخمري ښار په شمرق سيمه کې د سېلابونو د راوتو له کبله پنځه کسان ټپيان شوي او ٤٠ کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.

د بغلان د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتووالي د اداري مشر نصيرکهزاد وويل، چې دا پنځه ټپيان ولايتي روغتون ته وړل شوي او د هغوى ډله د کره زيانونو د کچې په معلومولو بوخته ده.

سرچينې زياته کړه، چې په دې طبيعي پېښه کې شاوخوا ٤٠ کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې، تېره ورځ اعلان وکړ چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله ٤٧ تنه مړه شوي، ٢٧ نور ورک دي او څه باندې ١٤٠٠ کورونه زيانمن شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version