ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې دوه پاکستاني وسلوال ونيول شول

26 Apr 2012 - 13:55
26 Apr 2012 - 13:55

غزني ښار (پژواک ۷ غويى ۹۱): چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو په عملياتو کې دوه پاکستاني او دوه افغان وسلوال طالبان نيول شوي دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د غويي په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان له پاکستان څخه راغلي وو او غوښتل يې چې په غزني ښار کې چاودنې او وسلوال بريدونه ترسره کړي.

د هغه په وينا، دوى موخې ته له رسېدو مخکې تېره شپه د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په اندړو ولسوالۍ کې ونيول شول.

نوموړي زياته کړه: ((په هېواد کې بهرنى جنګ روان دى او نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي، زه له عدلي ارګانونو څخه غواړم چې دغو کسانو ته سخته سزا ورکړي، ترڅو نور ترېنه عبرت واخلي.))

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم پژواک اژانس ته وويل، چې د يوه راپور له مخې تېره شپه د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د غزني د اندړو ولسوالۍ د چهار دېوال په سيمه کې يې دغه پاکستاني وسلوال ونيول.

د هغه په وينا، له وسلوالو سره يو کرولا موټر هم نيول شوى، چې چاودېدونکې توکي او ماينونه په کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د ده په خبره، پاکستانيو وسلوالو غوښتل، چې پر افغان امنيتي ځواکونو بريد ترسره کړي، خو له موخې مخکې د پوليسو او ملي امنيت ځواکونو له خوا ونيول شول.

قوماندان وايي: ((اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي، ترڅو روښانه شي چې دغه کسان په کومې ډلې پورې اړه لري او د چا له خوا رالېږل شوي وو.))

ده وويل، چې له نيول شوو کسانو سره پاکستاني شناخت کارټونه هم شته.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې دوه وسلوال طالبان نيول شوي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان داوود شاه وفادار پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازديګر مهال يې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې دوه وسلوال، چې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ټپيان شوي وو، ژوندي نيولي دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version