ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو ولايتونو کې د غويي اتمه ونمانځل شوه

27 Apr 2012 - 17:04
27 Apr 2012 - 17:04

خوست ښار، جلال اباد، غزني ښار (پژواک ٨ غويى ٩١): په خوست، ننګرهار او غزني ولايتونو کې د مجاهدينو د بريا  شلمه کاليزه د غونډو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

جهادي ډلو له اوږدو مبارزو وروسته د شوروي اتحاد سره پوځ ته ماتې وركړه  او له هېواده يې  وشاړه. همدارنګه ددغو ډلو مبارزې كمونست پلوه رژيم هم ړنګ او په ۱۳۷۱ كال کې يې دغويي په ۸مه،دكابل په ګډون د هېواد ټولې سيمې ونيولې او واک مجاهدينو ترلاسه کړ.  

د مجاهدينو د بريا شلمه کاليزه نن په خوست ښار کې د جرګو په تالار کې د هغو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې پر ځايي حکومتي چارواکو سربېره د دې ولايت ګڼ شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، د پوهنتون محصلينو، د ښوونځيو زده کوونکو او نورو سلګونو خلکو ګډون کړی و.

دغه مراسم په داسې حال کې نيول شوي وو، چې د خوست ښار په ټولو واټونو او کوڅو کې افغان امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي او ځای پر ځای پلټنې روانې وې.

يادو شويو مراسمو ته د خوست والي عبدالجبار نعيمي په خپلو خبرو کې په خوست کې په پخوانيو مجاهدينو د سولې او ثبات په ټينګښت کې د مرستې غږ وکړ او دغه راز يې له وسلوالو مخالفينو څخه هم د سولې غوښتنه وکړه.

هغه وويل: ((د افغانستان خلک، چې په هر ولايت کې دي، نن د جنګ څخه نفرت کوي او څوک، چې دا جګړې پر موږ تحميلوي له هغوی څخه هم نفرت کوي، دوی نور بايد د افغانستان د ولس د بقا او عزت لپاره له جنګ څخه لاس واخلي او راشي په خپل وطن کې له نورو وروڼو سره د عزت ژوند تېر کړي.))

نوموړي زياته کړه، چې که وسلوال مخالفين مبارزه غواړي، خپل هېواد ته دې راستانه شي او سياسي مبارزه دې پيل کړي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي هم نن په جلال اباد کې د مجاهدينو د بريا د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل،چې مجاهدين بايد په ننګرهار کې د قومونو ترمنځ د شخړو په هواري کې مرسته وکړي.

د هغه په وينا، په ننګرهار ولايت کې بايد د کوکنار په نه کر کې هم مجاهدين مرسته وکړي، ځکه چې دوى په خلکو کې نفوذ لري او خلک پرې باور کوي.

په غزني کې هم د مجاهدينو د بري ورځ په ولايت مقام کې دننه د يوه پوځي پرېډ په ترسره کولو سره ونمانځل شوه.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده افغان سرتېرو ته د وينا پر مهال وويل، چې دى به هېڅکله دې ته اجازه ورنه کړي، چې دغه ورځ له خلکو هېره شي.

د هغه په وينا، په دې ورځ په افغانستان کې د کمونيستي حکومتونو لړۍ پاى ته ورسېده او اسلامي نقلاب خپل بري ته ورسېده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version