ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځو قوماندانانو په ګډون د دولت ٩ مخالفين ونيول شول

28 Apr 2012 - 11:51
28 Apr 2012 - 11:51

کابل-جلال اباد (پژواک ٩ غويى ٩١): ايساف ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د حقاني ډلې او طالبانو د پنځو قوماندانانو په ګډون د ٩ وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړى دى.

په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغان او ايساف ځواکونو ګډې ډلې تېره شپه په خوست ښار کې د عملياتو په ترڅ کې د حقاني شبکې دوه قوماندانان نيولي دي.

سرچينې زياته کړې، چې نيول شوو قوماندانانو د ماينونو په خښېدا او مخالفينو ته د وسلو او مهماتو په ور وړلو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد قوماندانان له څو ميله وسلو او مهماتو سره نيول شوي او تر پښتنو لاندې دي.

دغه راز ايساف په يوه خبرپاڼه کې د کندهار په شاوليکوټ ، په غزني، د هلمند په موسى کلا او د ننګرهار په خوګياڼو کې هم د يو شمېر طالب قوماندانانو د نيولو خبر ورکړى دى.

ايساف ادعا کړې، چې نيول شوو قوماندانانو د ماينونو په خښولو او پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونو کې لاس درلود.

د ننګرهار چارواکي وايي، چې افغان او ناټو ځواکونو په ګډه تېره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ په ميرزاخېلو کې د يوې کورنۍ څلور غړي نيولي دي.

د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه درې بجې افغان او ايتلافي ځواکونو د احمدخېلو په ميرزاخېلو کلي کې د مامور محمدجان په نوم د يوه تن پر کور عمليات ترسره کړي دي.

ولسوال وويل، په دغو عملياتو کې چا ته د سر زيان نه دى اوښتى.

د نوموړي په وينا، ګډو ځواکونو د مامور محمدجان په ګډون د هغه درې زامن هم نيولي او له کور څخه يې دوه ميله وسله هم ترلاسه شوي ده.

حاجي سيدرحمن وويل، دا به وروسته د پلټنې په ترڅ کې معلومه شي، چې دوى له وسلوالو مخالفينو سره لاس درلود او کنه.

د دغه کلي ملک محمدطاهر پژواک ته وويل، محمدجان او يو زوى يې د وزيرو د جهادي لېسې ښوونکي وو.

نوموړي زياته کړه، نيول شوي ټول ملکي وګړي دي او په وينا يې، افغان او بهرنيو ځواکونو يې د کور له بکسونو ځيني توکي هم وړي دي.

ملک طاهر وويل، د عملياتو پر مهال يادو ځواکونو په باغ کې يوه چاودنه هم کړې، چې ګڼې ونې يې هم زيانمنې کړې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version