ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مسکو کې د افغان محصلينو کرکټ لوبډله جوړه شوه

کابل (پژواک ٩ غويى ٩١): د روسيې د مسکو په يوه پوهنتون کې افغان محصلينو له نورو هېوادونو سره د سياليو په موخه د کرکټ لوبډله جوړه کړې ده.

د مسکو د دوستۍ په پوهنتون کې د افغان محصلينو د اتحاديې رييس جنت ګل ځاځي د غويي په ٩مه‌ پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوي ايمېل کې ويلي، چې دوى ياده لوبډله په دې وروستيو کې جوړه کړې او په تمرينونو يې پيل کړى دى.

هغه زياته کړه، چې نن په دغه پوهنتون کې د سريلانکا، هندوستان، بنګله دېش او نيپال اړوند محصلينو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې او د افغان محصلينو لوبډله به له دوى سره په دغو سياليو کې برخه اخلي.

ځاځی وايي: ((که څه هم چې زموږ ځوانانو پوره چمتووالی نه دی نيولی خو باوري يم چې له ټولو لوبډلو سره به ښه ولوبيږي او بريا به ترلاسه کړي.))

د نوموړي په وينا، د مسکو د دوستۍ په نړيوال پوهنتون کې د لسګونو افغانانو په ګډون د ۱۴۵ هېوادونو محصلين پر زده کړو بوخت دي.

جنت ګل ځاځي وويل، چې د کرکټ لوبه دمګړۍ په ټوله نړۍ کې، په ځانګړي ډول په افغانستان کې يوه عامه او پېژندل شوې لوبه ده، خو اوس مهال افغان ځوانان په مسکو کې د لوبې د وسايلو له نشتوالي سره مخ دي او د لوبې د اړتيا وړ توکي په مسکو کې نه موندل کېږي.

د محمداصف جبارخېل په نوم يوه بل افغان محصل وويل، چې دوه کاله وړاندې يې د نيپال او سريلانکا هېوادونو له لوبډلو سره په سياليو کې ګډون کاوه.

هغه زياته کړه: ((اوس ډېر زيات خوښ يم چې خپله افغاني لوبډله مو جوړه کړه.))

د افغان محصلينو د لوبډلې کپتان يا لوبډلمشر خيبر علي خېل وايي، چې که څه هم دوى دغو سياليو ته دومره تيارى نه ده نيولى، خو د دوى لوبغاړلي له خپلې افغاني روحيې سره ميدان ته وردانګي.

هغه زياتوي، چې نن به د افغان محصلينو لوبډله لومړۍ له سريلانکا او مازديګر به له بنګله دېش سره سيالي ترسره کړي.

د ځاځي په وينا، تر دې مخکې افغان محصلينو د فوټبال او واليبال لوبډلې هم لري او د نورو هېوادونو له لوبډلو سره يې سيالۍ ترسره کړې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا په مسکو کې د افغان محصلينو له خوا د کرکټ لوبډلې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او هغوى ته يې د برياوو غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د ملي لوبډلې د له پرلپسې برياوو له امله دغه لوبه نه يواځې په هېواد کې دننه، بلکې په نورو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو ترمنځ هم ډېره مشهوره شوې ده.

د وفا په وينا، د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دى، چې دې لوبې ته په هر ډګر کې وده او پرمختګ ورکړي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version