ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: امريکا او طالبانو بيا خبرې نه دي کړي

29 Apr 2012 - 16:13
29 Apr 2012 - 16:13

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د رسنيو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې په قطر کې د طالبانو د استازيو او امريکايي چارواکيو ترمنځ د سولې پر سر خبرې بيا پيل شوې دي.

وړمه ورځ برتانوي څلورم ټلويزيوني چينل د ناڅرګندو طالب سرچينو په حواله خبر ورکړى و، چې د پخواني طالب چارواکي طيب اغا په مشرۍ د وسلوالو طالبانو يوه پلاوي، چې په سعودي کې د طالبانو سفير شهاب الدين دلاور هم په کې شامل دى، په قطر کې له مريکا سره خبرې پيل کړې دي.

د بريتانيا څلورم چينل په خپل راپور کې ويلي و، چې د طيب اغا په مشرۍ د طالبانو پنځه کسيز پلاوی درې اونۍ مخکې قطر ته په الوتکه کې رسېدلی او تراوسه پورې يې له امريکايانو سره دوه پړاوه خبرې کړې دي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل  :”ترکومه ځايه چې له امريکايي دوستانو سره په اړيکه کې يو او ترکومه ځايه چې اطلاع لرو، د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د خبرو بيا پيل ردوم.”

دده په وينا ، د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکيت مخته وړل کېږي او د امريکا متحده ايالتونو د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړى، چې د سولې په پروسه کې يې هېڅکله داسې اقدام نه دى کړى ، چې د افغانستان د دولت اجازه يې نه وي اخيستي.

طالبانو هم له امريکايي چارواکيو سره د خبرو بيا پيل رد کړى دى .

د طالبانو لخوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه خبر هېڅ حقيقت نه لري، يواځې يوه بې اساسه ادعا ده.

سرچينې زياته کړې، له کومې ورځې چې طالبانو له امريکا سره خبرې ځنډولي بيا تر نن پورې د دوى او امريکا د استازيو ترمنځ هر ډول غونډې او تماسونه درېدلي دي.

د يادونې ده ، چې امريکا او جرمني تېر کال وپتيله ، چې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانېستل شي او د افغانستان دولت هم ورسره موافقه وښوده.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، تر دې وروسته د وسلوالو طالبانو او امريکايي چارواکيو ترمنځ خبرې هم شوې وې.

طالبانو ويلي ، دا خبرې يې ځکه ځنډولې دي، چې امريکايان په خپلو خبرو کې ريښتيني نه دي .

د يادولو ده ، چې د افغانستان دولت هم تېر کال له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو په موخه د سولې عالي شورا جوړه کړې ده .

دې شورا تراوسه په ښکاره له طالب چارواکيو سره خبرې نه دي کړي، خو د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره يې خبرې کړې دي .

دولتي چارواکيو د حزب اسلامي له پلاوي سره خبرې مثبت بللي او ويلي يې دي، چې دې خبرو ته به دوام ورکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version