ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غويي د اوومې او اتمې پر ضد لاريون وشو

30 Apr 2012 - 17:43
30 Apr 2012 - 17:43

کابل ښار (پژواک ١١ غويى ٩١): د افغانستان د پيوستون ګوند پلويانو په کابل کې په لاريون لاس پورې کړ او د غويي اوومه او اتمه يې د تورو ورځو په توګه يادې کړې.

 هغوى چې شمېر يې سلګونو کسانو ته رسېده، نن تر غرمې مخکې په يوولسو بجو د کابل ښار د پامير سينما له سيمې څخه لاريون پيل کړ او د ميوند جادې د منار په وړاندې سره راغونډ شول.

 لاريون کوونکو د جهادي مشرانو او د پخواني شوروي ملاتړو کمونيستي رژيمونو پر ضد شعارونه ورکول او په کې يې ويل:” نه امريکا نه ناټو، په دواړو دې مرګ او نفرين وي”، همدارنګه د جهادي مشرانو چليپا شوي تصويرونه يې له ځان سره لېږدول، چې وروسته يې هغو ته اور ورته کړ.

 هغوى ويل چې جهادي مشرانو د افغانستان  د خلکو جهاد بدنامه کړ او له هغه څخه يې ناوړه ګټه واخيسته او بايد محاکمه شي.

 د ملي پيوستون د ګوند د مشرتابه يوه غړي حفيظ الله راسخ، چې د دې لاريون ګډونوال و، د ١٣٥٧ کال د غويي د اوومې نېټې عاملين د پخواني شوروي غلامان او د ١٣٧١ کال د غويي د اتمې عاملين يې د امريکا غلامان وبلل او ويې ويل: ((د جهاد يو شمېر سوداګرو د جهاد د يونيم ميليونو شهيدانو وينې له پامه وغورځولې او د هېواد د تباهۍ او ورانۍ سبب شول.))

 هغه زياته کړه چې دوى د غويي اوومه او اتمه، د دوو تورو ورځو په توګه غندي او د دې دواړو ورځو د مشرانو د محاکمې غوښتونکي دي.

 راسخ زياته کړه، چې هغوى ((د روس او امريکا د نوکرانو د نه بښل کېدونکو کړنو د غندنې)) په موخه، چې د غويې له اوومې پيل او د غويې تر اتمې يې دوام درلود، راټول شوي وو.

 د ملي پيوستون ګوند د مشرتابه دغه غړي وويل، دوى پرېکړه کړې وه چې د غويي په  اتمه نېټه لاريون وکړي؛ خو د امنيتي لاملونو له مخې د کورنيو چارو وزارت هغوى ته اجازه ورنه کړه؛ که نه دوى په هماغه ورځ خپلې موخې بيانولې.

 يوې بلې لاريون کوونکې شيلا پژواک اژانس ته وويل، جهادي مشران د خلکو استازيتوب نه شي کولاى او همدغه مشران وو، چې د افغانستان خلک يې دغه بد حالت ته ورسول.

 هغې وويل: ((ترڅو چې دوى محاکمه نه شي او له قدرت څخه ونه غورځېږي، مونږ خپلې لارې ته دوام ورکوو.))

 لاريون کوونکو ((مرګ د پاکستان پر طالب پالونکي دولت))، ((مرګ د ايران پر سړي وژونکي رژيم))، ((ستراتيژيک تړون خيانت دى، جنايت دى، پوځي اډې اسارت او هلاکت دى.)) او ((ژوندۍ دې وي خپلواکي، ډيموکراسي او ټولنيز عدالت)) شعارونه هم ورکول.

 د خلکو ډيموکراټيک ګوند د پخواني شوروي په ملاتړ د ١٣٥٧ د غويي په اوومه، د محمد داوودخان حکومت د کودتا له لارې ړنګ کړ او واک ته ورسېدل، له دې وروسته د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان باندې د شوروي د ځواکونو د تېري زمينه برابره شوه.

مجاهدينو د شوروي د سرو لښکرو او د هغوى تر ملاتړ لاندې حکومت په وړاندې مقاومت وکړ، تر هغه چې د ١٣٦٧ کال د  سلواغې په ٢٦مه، شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او مجاهدين  د ١٣٧١ د غويي په اتمه د پخواني شوروي  پلوي وروستي واکمن ډاکټر نجيب د حکومت تر سقوط وروسته، کابل ته راننوتل او د چارو واګې يې په لاس کې واخيستې.

د افغانستان ملي پيوستون  ګوند د داوود رزمک په مشرۍ په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې تاسيس شو، چې د هغوى د مسوولينو په ادعا، تر ٣٠زره زياتو غړو په درلودلو سره د افغانستان په ټولو ولايتونو کې فعاليت لري.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version