ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم ٢٧ تنه په بند محکوم شول

30 Apr 2012 - 17:23
30 Apr 2012 - 17:23

کابل ښار (پژواک ١١ غويى ٩١): د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې د دوو بهرنيو په ګډون ٢٧ تنه د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم له ٧ څخه تر ٢٠ کلونو په بند محکوم کړل.

د دې مرکز وياند احمدخالد موحد وايي، چې دغه کسان په لسو ولايتونو کې د څه باندې يونيم ټُن کريسټالو، نيم ټُن ترياکو، نږدې يو ټُن چرسو، ١٨٦ کيلوګرامه مورفينو، څلور کيلوګرامه هيرويينو، ١٠٠ لېټره کيمياوي موادو او ١٨٤٥٠ لېټره الکولي مشروباتو په قاچاق بوخت وو، چې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

نوموړي نن (د غويي ١١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شکمن قاچاق وړونکي په کندهار، هلمند، پنجشېر، ننګرهار، هرات، ميدان وردګو، تخار، کندوز، فراه او نيمروز ولايتونو کې نيول شوي او د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له خوا يې لومړۍ ابتدايه او وروسته د استيناف محکمه دايره شوه.

موحد زياته کړه، چې دغه ٢٧ تنه د استيناف محکمې له خوا له ٧ تر ٢٠ کلونو په بند محکوم شول.

د هغه په وينا، په دې کسانو کې دوه تاجکي وګړي او پاتې نور افغانان دي.

له مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، تېر کال هم ٦١٨ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور له يونيم نه تر ٢٠ کلونو بند محکوم شوي دي، چې په هغو کې امنيتي چارواکي، بهرنيان (د ايران، تاجکستان، هند او چين وګړي) او پنځه ښځې هم شاملې وې.

د يادونې وړ ده، چې د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې (UNODC) د راپور له مخې، افغانستان په ٢٠١١ کال کې په نورو هېوادونو کې د کوکنارو په کروندو کې د طبيعي افت له امله د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليد کړي دي؛ په داسې حال کې چې له هغه مخکې يې کال کې د نړۍ ٨٢ سلنه ترياک توليد کړي وو.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې نږدې يونيم ميليون تنه په نشه يي توکو روږدي دي او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې حکومت يواځې د دې کسانو د يو فيصد کسانو د درملنې وړتيا لري؛ خو په څو راتلونکو کلونو کې به د روږدو کسانو درملنه تر څلوېښت سلنې پورې لوړه شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version