ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: پاکستانيو استخباراتو د طالبانو د کوېټې شورا نظامي مرستيال له ٢٥ ملګرو سره وژلى دى

30 Apr 2012 - 13:21
30 Apr 2012 - 13:21

کابل (پژواک ١١ غويى ٩١): يوه حکومتي سرچينه ادعا کوي، چې پاکستانيو استخباراتو د طالبانو د نظامي شورا مرستيال مولوي اسماعيل له ٢٥ نورو ملګرو سره په دې تور وژلى، چې ګواکې د افغانستان دولت سره يې د سولې خبرې پيل کړې وې.

دغه حکومتي سرچينه، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مولوي اسماعيل د افغانستان له حکومت او امريکايانو سره د خبرو په تور د پاکستان په کوېټه کې څه موده مخکې نيول شوى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پلټنو پر مهال د مولوي اسماعيل له اعترافاتو وروسته د ده ٢٥ نور ملګري هم مشخص او بيا ونيول شول.

دغه حکومتي سرچينه وايي، چې په نورو نيول شوو کسانو کې د لغمان لپاره د طالبانو اوسنى والي مولوي شهيدخېل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو د مشر قاري احمدالله ورور او يو شمېر نور مهم کسان هم شامل دي.

سرچينه ادعا کوي، چې مولوي اسماعيل او د هغه ٢٥ نور ملګري د پاکستان داستخباراتو لخوا په دې نامه چې ګوندې د طالبانو  مشر ملا محمدعمر  يې د وژلو پرېکړه کړې، د تېرې شنبې په ورځ (د غويي ٩مه) په کوېټه کې ووژل شول.

مولوي محمداسماعيل، چې ويل کېږي د طالبانو د نظامي شورا مرستيال و، شاوخوا دوه مياشتې مخکې د پاکستان په کوېټه کې له هغه وروسته د طالبانو له خوا ونيول شو، چې په نوموړي وسلوالو تور ولګاوه، چې له دولت سره يې د دوى له مشورې په پټه د سولې خبرې پيل کړې وې.

دغه راز په اسماعيل دغه تور هم پورې شوى، چې نوموړي د اکمالاتي کاروانونو له تېريدونکو اړوند مسوولينو څخه په زياته اندازه پيسې ترلاسه کولې او دغه پيسې يې د طالبانو شورا ته د سپارلو پر ځاى په شخصي جېبونو کې اچولې.

مولوي اسماعيل، چې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د شېرخان کلي اوسېدونکى دى، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د تورخم د سرحدي کرښې د مسوول ترڅنګ د شمال په يو شمېر سيمو کې د جګړو په لومړيو کرښو کې هم جنګېدلى او يو ځل د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې هغه مهال د احمدشاه مسعود د پلويانو له لوري نيول شوى و، چې بيا د بنديانو په تبادله کې بېرته راخوشى شو.

نوموړى د طالبانو د واکمنۍ له پرحېدو وروسته د پاکستان کراچۍ ښار ته ولاړ، هلته تر يو څه مودې تېرېدو وروسته د پاکستان له خوا ونيول شو، خو تر لږ بند وروسته بېرته خوشى او بيا کله چې کله بېرته د طالبانو خوځښتونه زيات شول، نو نوموړى له کراچۍ څخه کوېټې ته ولاړ.

ويل کېږي، چې مولوي اسماعيل د طالبانو يو مهم غړى شمېرل کېده، چې دغې ډلې ته يې په پاکستان، سعودي، دوبۍ او يو شمېر نورو عربي هېوادونو کې مالي مرستې راټولولې او په دې برخه کې يې پراخې اړيکې درلودې.

اسماعيل بيا شاوخوا يو کال مخکې د زابل لپاره د طالبانو له خوا د والي په توګه وټاکل شو، خو بيا له تېر يوه کال راهيسې په کوېټه کې د طالبانو لپاره د نظامي شورا د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.

د چارو شنونکى محمدحسن حقيار وايي، که چېرې مولوي اسماعيل وژل شوى وي، نو بيا يا د شخصي خصومت له امله وژل شوى او يا د پاکستان استخباراتي ادارې (اى. اېس. اى) وژلى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، څوک چې د طالبانو پر ضد کړنه ترسره کړي، نو طالبان هغه له دندې ګوښه کوي او که يې جرم غټ و، نو بيا يې سمدستي په هماغه سيمه کې وژني، دوه درې مياشتې وخت پرې نه تېروي.

خو دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په راليږلي بريښنا ليک کې دغه ادعا بي اساس بللي ده.

 

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version