ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا لګښت د څلور ولايتونو د استوګنې په سيمو کې لوړ شو

1 May 2012 - 19:38
1 May 2012 - 19:38

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩١): د استوګنې په سيمو کې په هرو دوو مياشتو کې د برېښنا له دوه سوو کيلوواټو څخه زيات لګښت د هېواد په څلورو ولايتونو کې په څلورو برخو کې يو کيلوواټ په اوسط ډول شاوخوا ٣٠ سلنه لوړ شوى دى.

د برېښنا شرکت مشر ميرويس عالمي، چې نن يې د استوګنې په سيمو کې د برېښنا د تعرفې د بدلون په اړه جوړې شوې غونډې ته خبري کولې، وويل، نوي نرخونه به د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې څخه په کابل، پروان، ننګرهار، کندهار او هلمند ولايتونو کې پلي شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، که د برېښنا هر مشتري د استوګنې په سيمو کې په دوه مياشتو کې له ٢٠٠ کيلوواټو څخه لږ برېښنا ولګوي، يو کيلوواټ برېښنا د پخوا په څېر يوه نيمه افغانۍ محاسبه کېږي.

خو سرچينې د نوې تعرفې پربنسټ وويل، چې د هر مشتري لپاره په دوو مياشتو کې د برېښنا لګښت له ٢٠١ نه تر ٤٠٠ کيلوواټو پورې له ١،٥ افغانۍ څخه ٢،٥ ته لوړ شوى دى.

نوموړى همداراز وايي، چې د برېښنا لګښت د هر مشتري لپاره په دوو مياشتو کې له ٤٠١ کيلوواټو څخه تر ٧٠٠ کيلوواټو پورې له ٤ افغانيو نه ٤،٥ افغانيو ته او له ٧٠١ کيلوواټو څخه تر ١٥٠٠ کيلوواټو پورې له ٦ افغانيو څخه ٦،٥ افغانيو ته او له ١٥٠٠ کيلوواټو څخه زيات له ٦ افغانيو څخه ٨ افغانيو ته لوړ شوى دى.

نوموړى د دې تعرفي تطبيق د بې وزلو مشتريانو په ګټه بولي او زياتوي: ((د بېلګې په توګه په مخکينۍ تعرفه کې چې څلورسوه کيلوواټه برېښنا مصرفېدله، بايد ٨٥٠ افغانۍ يې ورکولې، په داسې حال کې چې د نوې تعرفې له مخې ٨٠٠ افغانۍ ورکوي.))

تر دې وړاندې له سلو کيلوواټو څخه تر ٣٠٠ کيلوواټو پورې، يو کيلوواټ ١،٥ افغانۍ او له ٣٠٠ کيلوواټو څخه تر ٧٠٠ کيلوواټو پورې، يو کيلو واټ ٤ افغانۍ محاسبه کېده.

نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې دا پروګرام به له دې وروسته د هېواد په نورو ولايتونو کې پلى شي.

عالمي د برېښنا د لګښت د لوړوالي لاملونه، د برېښنا شبکې له ويجاړېدو څخه مخنيوى، د مشتريانو له خوا د برېښنا ډېر مصرف، د برېښنا د لګښت تنظيم او د افغانستان نورو سيمو ته د برېښنا ورکولو د بهير ګړندي کول، وښودل.

هغه يادونه وکړه، چې د سوداګريزو او دولتي ادارو د برېښنا په لګښت کې بدلون نه دى راغلى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دولتي ادارو او سوداګريزو سيمو لپاره د يو کيلوواټ برېښنا بيه د تېر په څېر لس افغانۍ او صنعتي راجستر شوو فابريکو لپاره، د پخوا په شان يو کيلوواټ شپږ افغانى ده.

د برېښنا شرکت عملياتي مشر شکېب احمد نثار وويل، چې هڅې روانې دي، څو په کابل ښار کې د پرچوي له اړخه د برېښنا ټولې تخنيکي ستونزې هوارې شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د کابل ښار ٧٠ سلنه او په ټول هېواد کې ٣٠ سلنه وګړي د برېښنا له نعمت څخه برخمن دي او د برېښنا شبکې د پراختيا لپاره هڅې روانې دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version