ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما: د افغانستان جګړه نور پاى ته رسول غواړو

2 May 2012 - 11:37
2 May 2012 - 11:37

کابل (پژواک ١٣ غويى ٩١): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو په لومړۍ کالېزه کې خپل ولس ته د وينا پر مهال په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړول نه غواړي.

بارک اوباما تېره شپه په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغى، لومړى بګرام او بيا د کابل ارګ ته ولاړ او له ولسمشر حامد کرزي سره يې تر ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پر سند لاسليک وکړ. 

نوموړي، چې په افغانستان کې يې ټول اوه ساعته تېر کړل، د بېرته تلو پر مهال د بګرام له هوايي ډګر څخه يې د تلويزيون له لارې خپل ولس ته وينا وکړه.

هغه په خپله وينا کې وويل، چې يو کال وړاندې امريکايي ځواکونو د پاکستان په ايبټ اباد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.

د اوباما په وينا، د دوى موخه د القاعدې ترهګرې ډلې له منځه وړل و، چې په دغه کار کې تر ډېره بريده بريالي شوي هم دي.

نوموړي وويل، چې ډېر ژر به د القاعده ډله په بشپړه توګه له منځه يوړل شي.

د امريکا ولسمشر وويل، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي او له هغې وروسته به عمليات د افغانانو په رهبرۍ ترسره کېږي.

هغه زياته کړه: ((کومه جګړه چې موږ په افغانستان کې پيل کړې، هغه نور پاى ته رسول غواړو.))

نوموړي وويل،چې دوى په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړول نه غواړي، امريکايي ځواکونو په افغانستان کې خپله دنده بشپړه کړې ده.

د  امريکا د ولسمشر بارک اوباما دغه وينا په ټوله نړۍ کې د تلويزيون په پردو کې ښودل کېده، هغه په دې وينا کې وويل، چې امريکا په  تېره يوه لسيزه کې د جنګ په تورو تيارو کې شپې سبا کړې دي، خو اوس په اُفق کې ورته رڼاګانې ښکاري.

هغه زياته کړه: ((زموږ اصلي موخه د القاعدې تباه کول وو، چې اوس دغه کار ته نږدې شوي يو.))

ولسمشر بارک اوباما وويل، چې اوس د دې وخت را رسېدلى، چې نور د افغانستان جنګ پاى ته ورسوو.

د يادونې ده، چې د افغانستان په تېره لس کلنه جګړه کې د شاوخوا ١٩٠٠ امريکايي سرتېرو په ګډون نږدې ٣٠٠٠ بهرني سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version