ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځوانانو د فدرالي نظام لپاره هڅې وغندلې

2 May 2012 - 14:06
2 May 2012 - 14:06

خوست ښار (پژواک ١٣ غويى ٩١): په خوست کې ګڼ شمېر ځوانانو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د فدرالي نظام جوړول وغندل او دا يې د افغانستان د تجزيې پيلامه وبلله.

د تېر لمريز کال په مرغومي مياشت کې رسنيو راپور ورکړ، چې د ولسمشر پخوانى مرستيال احمد ضياء مسعود، د جنبش د ډلې مشر عبدالرشيد دوستم او د حزب وحدت د ګوند مشر محمد محقق د امريکا د کانګريس د يوه غړي له خوا برلين ته بلل شوي وو او په افغانستان کې يې د پارلماني نظام د جوړېدو لپاره خبرې کړې وې.

پژواک خبري اژانس ته د يادو کسانو له خوا په را رسېدلې خبرپاڼه کې هم راغلي وو، چې دغو کسانو د امريکا د کانګريس له ځينو غړو سره په ګډه ويلي، چې د افغانستان اوسنى رياستي نظام د ستونزو لامل شوى او په افغانستان کې بايد د غير متمرکز او کثرت ګرا سيسټم لپاره هڅې وشي.

په دغې غونډه کې، چې نن (د غويي ١٣مه) په خوست ښار کې جوړه شوې وه، په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي وويل، چې د هېواد دننه او بهر ځينې سياسي کړۍ غواړي، د فدرالي نظام له لارې مافيا واک ته ورسوي.

ده زياته کړه: ((موږ نه غواړو چې په افغانانو يو ځل بيا هغه خلک حاکم شي، چې تل يې د دوی په وينو سوداګري کړې ده، وژلي يې دي، بې کوره کړي يې دي او په يو او بل نوم يې ډېر وختونه په زندانونو کې اچولي دي.))

د هغه په وينا، په اوس وخت کې دوی په هېڅ صورت له رياستي نظام پرته د کوم بل نظام غوښتونکي نه دي.

د خوست د ځوانانو د يووالي خوځښت منشي ناصر احمد روښان بيا وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې فدرالي نظام تجزيې ته لاره هواروي.

د نوموړي په خبره، افغانان او په ځانګړي ډول خوستيان د هېواد په برخو وېشل او د ولسونو ترمنځ نفاق اچول نه غواړي او پر ضد به يې مبارزه وکړي.

ده زياته کړه: ((موږ د سر په قربانۍ د رياستي نظام، چې په هېواد کې ملي يووالی تامينولای شي، پلوي کوو او د فدرالي نظام منولو ته په هېڅ صورت تيار نه يو.))

په غونډه کې د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره په ټاکنو هم خبرې وشوې او په دې ټينګار وشو، چې خوست مېشي بايد داسې يو چا ته رايه ورکړي، چې په رښتيني ډول هېواد له روانو بدو حالاتو راوباسي.

د خوست ولايت اوسېدونکي کفيل ريحان پژواک اژانس ته وويل، چې د خوست ځوانان غواړي په راتلونکو ټاکنو کې په ګډه داسې کانديد ته رايه ورکړي، چې کولای شي افغانستان او په تېره بيا د خوست د خلکو لپاره خدمت وکړای شي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version