کلات (پژواک ١٦ غويى ٩١): د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په برید کې د ایساف دوه اکمالاتي موټر سوځول شوي دي.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني د غويي په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید تېره شپه د کابل-کندهار پر لویه لاره ترسره شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د شهرصفا د ګلوخان مانده په سیمه کې وسلوالو طالبانو پر هغه اکمالاتي کاروان برید وکړ، چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
فراهي وویل چې په برید کې دوه ټانکرونه سوځېدلي او د کاروان څلور ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل چې پولیسو په سمدستي ډول د پېښې ځای ته ځان رسولی او په ځوابي برید کې یې درې طالبان هم وژلي دي.
وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دى.
قاري یوسف احمدي پژواک اژانس ته وویل، چې په دغه برید کې یې د کاروان شپږ موټر سوځولي او ساتونکو ته یې مرګ ژوبله وراړولې ده.
نوموړي همدارنګه وویل، چې تېره ورځ او نن سهار یې د زابل په میزانه کې په څو چاودنو کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
که څه هم د زابل امنیتي چارواکو په مېزانه کې د کومې پېښې د رامنځ ته کېدو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ملي دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مېزاني ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
په دې وروستیو کې د زابل په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي، چې په کې طالبان او حکومتي ځواکونه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن