محمودراقي (پژواک ١٧ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې د کاپيسا په اله سای ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د اله سای ولسوال انجنير ملا محمد د غويي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې وړمه شپه په اله ساى ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې څلور ملکي وګړي ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې دغو کسانو د شپې مهال خپلې کروندې خړوبولې، چې بهرنيو ځواکونو د وسلوالو طالبانو په ګومان پرې هوايي بريد وکړ او ځاى پر ځاى يې ووژل.
خو د اله سای يوه بل چارواکي، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پېښه کې، چې د يادې ولسوالۍ د اشپې په سيمه کې رامنځته شوې، اته تنه وژل شوي او وسلوال طالبان وو.
د هغه په وينا، چې له وژل شوو سره يو شمېر وسلې او لاسي بمونه هم وو.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده نېټه د دوى هوايي ځواک په دغه سيمه په هوايي ګزمه بوخت وو، چې وسلوالو طالبانو د هاوان ډزونه کول.
د سرچينې په وينا، وروسته له هغه چې د دوى هوايي ځواک سيمه کره په نښه کړه، هوايي بريد يې پرې وکړ، درې وسلوال طالبان يې ووژل او د دوى هاوان يې هم له منځه يووړ.
خبرپاڼه وايي، چې د ايساف چارواکو په دغه پېښه کې د ملکي وګړو د وژنې د ادعا په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده، چې په اله سای ولسوالۍ کې وخت ناوخت د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه څارګرې الوتکې ګرځي او وسلوال طالبان په نښه کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن