ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اله ساى خلک: طالبانو زموږ کورونه خپل سنګرونه ګرځولي دي

15 Mar 2012 - 14:04
15 Mar 2012 - 14:04

محمودراقي (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې وسلوال طالبان د دوى له کورونو پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي او امنيتي ځواکونو يې په ځواب کې د دوى کورونه تر اور لاندې نيسي.

د دوى په وينا، وسلوال طالبان په زور د دوى کورونو ته ننوځي او د افغان او بهرنيو ځواکونو پر کاروانونو بريدونه کوي، چې بيا په ځواب کې افغان او بهرني ځواکونه د دوى پر کورونو ډزې کوي، چې له امله يې يواځې په تېره مياشت کې ٤٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اله ساى ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي محمدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې وسلوال طالبان فعال دي او تل د دوى له کورونو د جګړې د سنګر په توګه ګټه اخلي.

د هغه په وينا، يواځې په تېره مياشت کې د دوى د سيمې ٣٠ تنو ته له همدې امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړى له دواړو غاړو څخه غواړي، چې د دوى له کورونه لرې و اوسي او دوى دې ارام ژوند ته پرېږدي.

د اله ساى ولسوالۍ د اوکراجيو سيمې اوسېدونکي فيروزخان هم وايي، چې طالبان په زور سره د دوى کورونه د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د سنګر په توګه کاروي.

د ده په خبره، يواځې د شپې له خوا وسلوال طالبان دغه کار نه کوي، د ورځې له خوا هره ورځ د دوى کورونو ته په زور ننوځي او پر شاوخوا نږدې دولتي امنيتي پوستو بريدونه کوي.

د هغه په وينا، څو ځلې يې هڅه کړې، له وسلوالو طالبانو او افغان دولت سره د يادې ستونزې په اړه غږېدلي، خو تر اوسه يې څه ګټه نه ده کړې.

د اله ساى يوه قومي مشر شاغاسي پژواک اژانس ته وويل، چې څه موده مخکې يې له ټولو قومي مشرانو سره يو ځاى يو غوښتنليک هم ليکلى و او له دواړو غاړو يې غوښتي وو، چې د دوى کورونه د جګړې سنګر، ونه ګرځوي.

نوموړي وويل: ((همدغه غوښتنليک مو په سيمه کې د طالبانو مشر ته يووړ، هغه لاسليک کړ او ويې منله چې نور به دغه کار نه کوي، خو بيا مو چې ولسوالۍ ته يووړ، هغوى نه لاسليکاوه او ويل يې، چې موږ دولت يو او ستاسو خدمت کوو، ترڅو چې طالبان پر موږ ډزې ونه کړي، موږ ډزې نه کوو.))

د هغه په وينا، کله کله وسلوال طالبان د اله ساى د شاهروخېلو سيمې ته راوځي او پر لاره تېرېدونکي موټر تلاشي کوي.

نوموړي وويل، چې له همدې امله وخت په وخت د امنيتي ځواکونو ترمنځ وسلوالې نښتې رامنځ ته کېږي او ډېرى ملکي وګړي په کې قرباني کېږي.

 په اله ساى ولسوالۍ کې د سيمه ييزو طالبانو يو قوماندان شاهين ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې د خلکو غوښتنې او ستونزې پر ځاى دي، خو دوى بله چاره نه لري.

د هغه په وينا، کله چې افغان او بهرني ځواکونه د ګزمې کولو په موخه له خپلو اډو راوځي، دوى به پرې خامخا بريدونه کوي.

د اله ساى ولسوال انجنير ملا محمد هم ومنله، چې له دوى څخه د سيمې مشرانو غوښتي وو، چې د هغوى غوښتنليک لاسليک او ومني.

د هغه په وينا، دوى دغه کار ونه کړ او خلکو ته يې وويل، چې دوى د خلکو پر وړاندې جګړه نه کوي او د دوى موخه د خلکو خدمت او ساتنه ده.

نوموړي وويل، ترڅو چې وسلوال طالبان پر دوى بريدونه ونه کړي، امنيتي ځواکونه جګړه نه کوي او د جګړې پر مهال، چې له کومې خوا ډزې کېږي، دوى مجبور دي، چې پر هماغه لوري ځوابي ډزې وکړي.

نوموړي په دې برخه کې وسلوال طالبان پړه وبلل، چې د ملکي خلکو له کورونو څخه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.

د يادونې ده، چې تېره مياشت په اله ساى ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکو په ګډو عملياتو کې ٢٥ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version