ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا له د اله ساى سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې

21 Oct 2015 - 14:24
21 Oct 2015 - 14:24

محمودراقي (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): د کاپيسا په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د وروستيو جګړو له امله له دې سيمو سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

د تګاب او اله سای ولسواليو اوسېدونکي وايي  چې د څو اونيو راهيسې د  دوی په سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتې روانې دي چې له امله يې دوى هلته نور ژوند نه شواى کولى.

د دوى په وينا، د دغو جګړو پر مهال يو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ډېرى نور نادرکه دي او کورنۍ يې په اړه معلومات نه لري.

د اله سای د ولسوالۍ د جعفرخېلو سيمې يوه اوسېدونکي شاکر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جګړو پر مهال ډېرې مرمۍ د خلکو پر کورونو لګېږي.

د نوموړي په وينا چې د ولسوالۍ په شاهروخېل، داون خېل او  نورو سيمو کې حالات ډېر خراب دي او د جګړو له امله يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

شاکر وايي چې له يادو سيمو سلګونه کورنۍ کابل، جلال اباد او د کاپيسا ولايت نورو سيمو ته کډوالې شوې دي.

د خالد په نوم د اله سای ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي هم پژواک ته ومنله چې د جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ کډوالې شوې دي.

د هغه په وينا، وسله والو مخالفينو خلکو ته ويلي وو چې له خپلو کورونو بايد ووځي؛ ځکه چې دوى بريدونه پيلوي.

خالد وايي چې يو شمېر کورنۍ ووتې، خو اوس هم په سيمه کې ځينې کورنۍ شته چې په جګړو کې بندې پاتې دي.

ده زياته کړه چې د تګاب او اله ساى ولسوالۍ لاره بنده ده، خلکو خپل ډک کورونه پرېيښي او په يو جوړ جامو کې يې پلي نورو سيمو ته ځانونه رسولي دي.

د تګاپ د شکوټ سيمې يوه اوسېدونکي فيض محمد پژواک ته وويل چې وروستو جګړو د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د ده په وينا، د شکوټ په سيمه کې هم پر يو شمېر کورونو مرمۍ لګېدلې  او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version