کلات-غزني ښار (پژواک ١٧ غويى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د زابل په دوو ولسواليو کې د چاودنو له امله د يوه ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د غويي په ١٧مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د زابل د مېزان ولسوالۍ د حاجي اسماعيل په نوم سيمه کې پر يوه موټرسايکل چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او يو قومي مشر ټپي دى.
سرچينه وايي، چې دغه راز د زابل د شينکۍ ولسوالۍ په کرش سيمه کې هم د ورته پېښې په پايله کې يو دوولس کلن ماشوم وژل شوى او يو سړى ټپي شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، په غزني ښار کې د شمس العارفين ښوونځي دوه زده کوونکي نن سهار د هوايي ډزو له امله ټپيان شول.
د ياد ښوونځي مدير مولوي ظهورالدين پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د دغه ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکي پر لوبو بوخت وو، چې څو هوايي مرمۍ راغلې او دواړه يې ټپيان کړل.
نوموړي زياته کړه: ((نه پوهېږم چې مرمۍ له کومه راغلې، له دې مخکې د ډزو غږونه اورېدل کېدل، خو نور معلومات يې په اړه تر اوسه نشته.))
خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې سهار وختي وسلوالو طالبانو د غزني ښار اړوند د سنجيتک پر پوسته وسلوال بريد وکړ.
د هغه په وينا، دغه زده کوونکي هم په هغو مرميو ټپيان شوي، چې وسلوالوطالبانو په ياده پوسته باندې فير کولې.
د شمس العارفين د لېسې يو زده کوونکي محمداسلم پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې موږ په لوبو بوخت وو، د ښوونځي شا ته ډزې وشوې، وروسته دوو زده کوونکو چيغې کړې، چې ومو لېدل هغوى لګېدلي وو.))
د ده په خبره، لس ډزې پرلپسې وشوې او نور د ډزو غږونه ودرېدل او هېڅ ډز ونه شو، چې له لږ ځند وروسته ښوونځي ته امنيتي کسان ور ورسېدل.
په غزني ښار کې د طحامس په نوم د يوه خصوصي روغتون ډاکټر عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې يو ټپي د دوى روغتون ته ور وړل شوى، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
د يادونې ده، چې د سنجيتک سيمه د غزني ښار لوېديځ لور په دوه کيلومترۍ کې پرته ده، چې ډېرۍ وخت په کې د نا امنۍ پېښې رامنځ ته کېږي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن