ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ايران کې د ستراتيژيک تړون پر وړاندې تبليغات زيات شوي

6 May 2012 - 19:48
6 May 2012 - 19:48

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩١): د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسليک په غبرګون کې يو شمېر ايراني رسنيو د دغه تړون په وړاندې رسنيزو تبليغاتو ته زور ورکړى دى.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون، تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو او ټاکل شوې ده، چې د دوو هېوادونو ترمنځ امنيتي تړون په يوه راتلونکي کال کې لاسليک شي.

د ايران يو شمېر حکومتي رسنيو، چې په ټوليزه توګه په ياد هېواد کې د سپاه پاسداران او سخت دريځو مذهبي ډلو ليدلورى څرګندوي، د دغه تړون په مخالفت خبرې کوي او هغه په افغانستان کې د تاوتريخوالي د دوام لامل ګڼي.

د فارس خبري اژانس چې د ايران د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران پورې تړلى دى، د دغه ستراتيژيک تړون په غبرګون يې ويلي دي: ((د دغه سند د ترکيب ماهيت د ناټو د سازمان له نورو اسنادو سره، ياد سازمان پورې د افغانستان تړاو ښيي، چې کولى شي په عملي توګه دغه هېواد له نړيوالې شخړې سره مخ کړي.))

فارس په څو نورو راپورونو کې د افغانستان د نظام له يو شمېر مخالفينو سره چې په پاکستان له طالبانو څخه ملاتړ کوي، مرکې کړې دي.

دغه خبري اژانس د پاکستان د پوځي استخباراتو (اى اس اى) د پخواني مشر او د طالبانو له ملاتړکوونکي جنرال حميدګل سره په دې اړه مرکه کړې ده.

فارس د حميدګل له قوله ليکلي، چې د دغه تړون د لاسليک موخه په سيمه کې د ځواک د توازن له منځه وړل دي او امريکا غواړي چې ايران، پاکستان او چين تر خپل اغېز لاندې راولي.

د اى اس اى پخواني مشر ويلي دي: ((دا د امريکا يوه حربه ده، ترڅو پاکستان او ايران بې اهميته وښيي او دغه دواړو هېوادونه بايد ژر تر ژره ځواب ورکړي او پرې نږدي چې په اسيا کې د ځواک توازن له منځه لاړ شي.))

حميدګل زياته کړې: ((دغه تړون د امريکا يوه نوې سناريو ده، چې بايد پايلې ته ونه رسېږي.))

د جنرال حميدګل په وينا، افغانستان او امريکا به د دغه تړون په لاسليکولو سره ونه شي کړاى امنيت ټينګ کړي او طالبان کمزوري کړي.

دغه خبري اژانس له يو شمېر نورو پاکستانيو کارپوهانو سره هم مرکې کړي، چې د ياد تړون پر وړاندې د هغوى منفي نظر څرګندوي.

د ايران مذهبي مشر ته نږدې د مهر خبري اژانس، د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون تر لاسليک مخکې، تړون ته د “تلپاتې او خالص اشغال” نوم ورکړى و او د هغو کسانو نظرونو يې اخيستي، چې د دغه تړون مخالف دي.

د مشهد چاپ د خراسان ورځپاڼې د يوه ايراني ليکوال په قلم “د امريکا او افغانستان ترمنځ امنيتي توافقنامه؛ امنيتي کړنې او امنيتي خطرونه” تر نوم لاندې يوه مقاله کې، د دغه تړون لاسليک تر پوښتنې لاندې راوستى دى.

خراسان ليکلي دي: ((په دغه تړون کې د غافل ګيرۍ له اصل څخه په ګټې اخيستې سره دغه پوښتنه پيدا کوي، چې ايا کابل او واشنګټن د اړيکو په هغه کچې کې دي، چې دوه ولسمشران په نړۍ کې د شته عرف خلاف دغه مهم سند لاسليک کړي.))

په مقالې کې راغلي دي: ((څرنګه امکان لري، داسې يو مهم تړون چې تراوسه د هغه د ګټې په اړه د افغانستان قانوني مراجعو ته خبر نه دى ورکړى شوى، د امريکا د ولسمشر په شتون کې په نيمه شپه لاسليک شي.))

د خراسان ورځپاڼې د مقالې ليکوال، دغه تړون د امريکا د انتخاباتي مبارزو په اوج کې د ياد هېواد چارواکو (اوباما) ته د کابل امتياز ورکونه بللې او زياته کړې ده، چې ٣٧ هېوادونو ونه شو کړاى امنيت تينګ کړي، ناشونې ده چې امريکا په راتلونکي کې په دغه کار بريالۍ شي.

د “ملت ما” ورځپاڼې هم د (ګاونډيانو لپاره د خطر زنګ) تر نوم لاندې تحليلي مقاله خپره کړې او د ياد تړون په اړه يې غبرګون ښودلى دى.

ورځپاڼې ليکلي دي: ((دواړو هېوادونو د څاڅکو په ډول د اطلاع رسولو سياست غوره کړى او په تېرو ١٨ مياشتو کې، چې د دغه تړون له طرحې څخه تېرېږي، نه افغانستان او نه هم امريکا هېڅ ډول جامع او بشپړ معلومات د رسنيو او خلکو په واک کې ورکړي نه دي او ان دا چې لاسليک شو، د هغه د مفاداتو په اړه اطلاع رساني ونه شوه.))

د دغه مطبوعاتي کمپاين ترڅنګ، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمان پرست د دغه تړون له لاسليکولو څخه اندېښنه ښودلې او ويلي دي: “په افغانستان د امريکا د پوځي اډو په راتلونکي وضعيت کې ابهام او د امريکا د امنيتي دندو په څرنګوالي کې د روڼتيا نه شتوالى د ايران او د سيمې د هېوادونو د اندېښنې محور دى.”

د ايران د کار خبري اژانس يا ((ايلنا Iran Labor News Agency))) د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو عمومي ادارې د مسوول رامين مهمان پرست له قوله خبر ورکړى، چې ايران په دې باور دى، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلل په بشپړه توګه د بهرنيو ځواکونو وتل او په دې هېواد کې د هغوى د اډو ختمول، د سولې د عالي شورا په اډانه کې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې امکان لري.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند همداراز وويل: ((له امريکا سره ستراتيژيک تړون نه يواځې د افغانستان ستونزې نه هواروي، بلکې د تېرو لسو کلونو په څېر به د ناامنۍ او بې ثباتۍ بهير ته په دې هېواد کې زور ورکړي.))

له بل لوري يو شمېر د سياسي چارو شنونکي، د ګاونډيو هېوادونو د رسنيو تبليغات د هغو حساسيتونو زېږنده بولي، چې د دې سند تر لاسليک وروسته، ډېره ګټه يې افغانستان ته رسېږي.

په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازى ډاکټر نقيب الله وايي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه د ايران تبليغات په دې خاطر پيل شول، چې دا هېواد نه غواړي، څو ياد تړون خپل قانوني پړاوونه ووهي.

د نوموړي په وينا، د ياد تړون په لاسليک سره د هېواد امنيتي وضعيت تر يو بريده ښه کېداى شي؛ خو ايران خپله ګټه د افغانستان په ناامنۍ کې لټوي.

هغه په دې ګومان دى، چې د دې سند په لاسليکېدو به په هېواد کې  امنيتي ننګونۍ تر ډېره بريده لږ نه شي؛ خو د بهرنيو هېوادونو لاسوهنې به تر ډېره راکمې شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاده شهلا فريد، په داسې حال کې چې د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک سند برياليتوب د سياسي مشرانو سالم مديريت پورې تړلى بولي، وايي، که چېرته د دې تړون په پلي کولو کې افغان لورى له مديريتي کمزوريو سره مخ شي، زيان به يې نه يواځي افغانستان، بلکې د سيمې هېوادونه په ځانګړې توګه ايران او پاکستان ته هم ورسېږي.

هغه وايي: ((څومره چې د افغانستان سياسي مشرتابه وکولى شي، چې دا تړون د يوه سالم مديريت له لارې او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې عملي کړي، د دې سند په وړاندې ټول تبليغات به په سيند لاهو شي.))

د دې  په باور، ياد تړون د سيمې اوسني حساس وضعيت ته په پام سره، افغانستان ته به ګټې او زيانونه ولري.

د نوموړې په وينا، د ايران دولت او پاکستانيو چارواکو تر ډېره د دې سند پر زيانونو ټينګار کړى دى، ځکه چې امريکا او افغانستان ته د دې تړون ګټې د زيانونو په پرتله زياتې دي، نو له دې کبله حساسيتونه راپارول کېږي.

ايران په داسې حال کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسليکېدو په اړه اندېښنه ښيي، چې د امريکا متحده ايالاتونو د افغانستان ملي بشپړتيا او خپلواکۍ ته په پوره درناوي ټينګار کوي او په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو په لټه کې نه ده او ژمنه کوي، چې د افغانستان له خاورې او تاسيساتو څخه به د نورو هېوادونو په وړاندې بريدونه نه ترسره کوي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version