ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيماسمر: له ستراتيژيک سند سره په هېواد کې بشري حقوق ډاډمنيږي

8 May 2012 - 15:02
8 May 2012 - 15:02

جلال اباد (پژواک ١٩ غويى ٩١): د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشره وايي، چې له امريکا سره د ستراتيژيک سند لاسليک په هېواد کې بشري حقوق ډاډمنوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشره مېرمن سيما سمر دغه څرګندونې د غويي په ١٩مه په جلال اباد کې د ختيځو ولايتونو د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر د ودانۍ د بنسټ د ډبرې اېښودو پر مهال خبريالانو ته د خبرو په ترڅ کې وکړې.

هغې زياته کړه، چې په ختيځه سيمه کې د دفتر د ودانۍ د بنسټ اېښودل ثابتوي چې په افغانستان کې به د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد مبارزه روانه وي.

ثمر د ننګرهار او ختيځې سيمې له چارواکو وغوښتل چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له ځايي دفتر سره مرسته وکړي او د ښځو پر وړاندې دې تاوتريخوالي کم کړي.

نوموړې زياته کړه، چې په تېر يوه کال کې د هېواد په کچه د تاوتريخوالي پېښې او ملکي تلفات راټيټ شوي دي.

خو ملګرو ملتونو څه موده مخکې په خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې دغه کچه ١٣ سلنه لوړه شوې ده.

سيما سمر وويل، چې افغانستان د سيمې له ګاونډيو څخه د مدني ټولنو او رسنيو په ملاتړ له بشرې حقونو څخه د ننګې په برخه کې مخکې دى.

نوموړې د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې له امريکا سره د افغان دولت ستراتيژيک سند لاسليک په هېواد کې بشري حقوق ډاډمنوي.

دغه سند تېره اونۍ په کابل کې ولسمشر حامد کرزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما لاسليک کړ.

په ختيځه سيمه کې د بشري حقونو د خپلواکې ادارې مشر ډاکټر رفيع الله بيدار پژواک اژانس ته وويل، چې د ځايي دفتر ودانۍ به د شلو خونو، پخلنځي، د غونډو د تالار او نورو ملحقاتو په درلودلو سره په يوه کال کې بشپړه شي.

هغه زياته کړه، چې پر دې ودانۍ شل ميليونه او اوه سوه زره افغانۍ لګښت راځي چې د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي.

ډاکټر بيدار زياته کړه، چې د ودانۍ په جوړېدلو سره به د دوى د رياست اداري چارې منظمې، د کنفرانسونو، سمينارونو او ورکشاپونو چارې چټکې شي.

د يادونې ده، چې په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو اداره تر اوسه په کرايي دفتر کې فعاليت کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version