ګردېز (پژواک ١٩غويى ٩١): د پکتيا والي وايي، په دې ولايت کې د سړکونو او بيارغونې پروژو چارې په ټپه ولاړې دي؛ خو د فوايد عامې وزير ژمنه وکړه چې په درېيو کلونو کې به په دې ولايت کې ۲۰۰ کيلومتره سړکونه جوړ شي.
د پکتيا والي جمعه خان همدرد، نن د دې ولايت په مرکز ګردېز کې د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن، نورو حکومتي چارواکو او ځايي خلکو په ګډون جوړه شوې غونډه کې وويل، چې په دې ولايت کې د ولايتي چارواکو له هلو ځلو سره سره بيا هم په دې ولايت کې د پام وړ پروژې نه دي پلې شوي.
ده په دې ولايت کې د بيارغونې پروژو د په ټپه درېدو په اړه د بېلګې په توګه د زرمت – ګردېز سړک يادونه وکړه او ويې ويل، چې څه موده مخکې سړک ته څېرمه کورونه ويجاړ شول، خو د سړک د قير چارې تراوسه نه دي پيل شوي.
د هغه د څرګندونو له مخې، سره له دې چې ولايتي ادارې په وار، وار د نويو پروژو د پيل لپاره لارې چارې برابرې کړې دي؛ خو بيا هم ځينې وزارتونه په دې ولايت کې کار ته زړه نه ښه کوي.
همدرد زياته کړه: ((موږ له تاجکستان څخه د رالېږدېدونکې برېښنا د مزو غځېدو لپاره په اسيايي بانک کې شاوخوا سل ميليونه ډالر لرل، چې اوس دا پروژه درې کاله کېږي ځنډېدلې ده؛ د وزارت د بې غورۍ په وجه نه ده پيل شوې او ممکن هغه پيسې هم اوس نه وي.))
همدرد د دې پروژې په اړه وايي، ټاکل شوې وه چې د وارداتي برېښنا مزي له کابل څخه پکتيا او خوست ولايتونه ته وغځول شي.
د پکتيا د ولايتي شورا مشر ښايسته جان احدي په نننۍ غونډه کې، په دې ولايت کې د جوړو شويو سړکونو له خراب کيفيت څخه سر وټکاوه او په دغې برخه کې يې د فوايدې عامې وزارت ګرم وباله.
احدي تور پورې کړ چې د اوبو او برېښنا د وزير په ګډون، ځينې وزيران په دې ولايت کې د بيارغونې پروژو ته پاملرنه نه کوي.
د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن چې نن پکتيا ته تللى، غونډې ته په وينا کې په پکتيا کې د دې وزارت پر تېرو کړنو خبرې ونه کړې، خو ويې ويل، په پام کې لري چې په راتلونکو درېيو کلونو کې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې دوه سوه کيلومتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.
هغه د جوړو شويو سړکونو د کيفيت په اړه وويل، چې دغه وزارت په ټول هېواد کې د سړکونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې له ستونزو سره مخ دى.
خو ده وويل، په پام کې ده چې د سړکونو د مراقبت او ساتنې په موخه سيمه ييزې ادارې رامنځ ته شي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن