ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوسف سخي د ((اقاى عضلات)) لقب ترلاسه کړ

کابل ښار (پژواک ٢٠ غويى ٩١): يوسف سخي د بدن د ښکلا د ملي ټيم په ټاکنيزو سياليو کې، چې د ٢٨ ولايتونو په ګډون د المپيک په ملي کمېټۀ کې ترسره شوې، د روان کال د ((اقاى عضلات)) لقب ترلاسه کړ.

 دغه سيالۍ، چې تېره ورځ پيل شوې، نن ملي لوبډلې ته د ٢٧ ورزشکارانو په لارې پيدا کولو سره پاى ته ورسېدې.

 د بدن د ښکلا د فدراسيون رييس باور هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ په ٩ وزنونو کې (له ٥٠ تر مثبت ٩٠ کيلوګرامه پورې) ترسره شوې او له بلخ ولايت نه يوسف سخي د روان کال د ((آقاى عضلات)) لقب ترلاسه کړ.

 هغه زياته کړه، چې له هلمند څخه بريالي په کم وزن کې د عضلاتو د اتلولۍ لقب او له کابل نه محمد شفيق له ٤٠ کلنۍ څخه پورته اتلولي ترلاسه کړه.

 هوتک زياته کړه، په دغو سياليو کې د کابل، هرات او بلخ لوبډلو وکړاى شول له لومړي تر درېيم پورې مقامونه ترلاسه کړي.

 يوسف سخي، چې له لسو کلونو را په دېخوا د بدن د ښکلا په برخه کې فعاليت کوي، وويل، چې هغه د دغه مقام په ترلاسه کولو سره خپلې هيلي ته ورسېد.

 نوموړي زياته کړه: “ما د آقاى عضلات سياليو لپاره اته مياشتې منظم تمرينات ترسره کړل او هيله لرم چې په اسيايي او نړيوالو سياليو کې د ګران هېواد افغانستان بېرغ ورپوم.”

 د يادونې ده، چې شکرالله هلمندي تېر کال د هېواد د اقاى عضلات لقب ترلاسه کړى وو.

 د بدن د ښکلا د فدراسيون رييس وويل، چې په ټول هېواد کې د بدن د ښکلا ١١٧٠ کلپونه له دغه فدراسيون سره راجستر دي، چې په هر کلپ کې له ٣٠٠ نه تر ٥٠٠ پورې ورزشکاران تمرين کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د بدن د ښکلا ملي لوبډله د روان کال په اوږدو کې په هنګري کې، په نړيوالو سياليو کې، په چين کې په اسيايي لوبو کې او په هند کې د سوېلي اسيا په سياليو کې ګډون وکړي.

 سرچينې په ډاګه کړه، چې د بدن د ښکلا ملي لوبډله په تېرو وروستيو کلونو کې په پرله پسې ډول د سوېلي اسيا د سياليو اتلولي ترلاسه کړې ده.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version