شبرغان-فراه (پژواک ٢١ غويى ٩١): د طالبانو په دوو بريدونو کې د شبرغان په ښار کې يو پوليس وژل شوى او د ظفر قول اردو د دويمې لوا د کنډک قوماندان او د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوو وسلوالو موټرسايکل سپرو نن سهار د خواجه دو کوه ولسوالۍ د جنايي پوليسو کار کوونکى د شبرغان په ښار کې ويشتلى او وژلى يې دى.
محمدرفيق د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې صفر محمد د دوو موټرسايکل سپرو وسلوالو طالبانو له خوا پر ډزو ووژل شو او بيا د قوچين ولسوالۍ پر لوري وتښتېدل.
مل پاسوال غيرت وويل، چې تر اوسه د دې وژنې لامل نه دى څرګند او پوليسو پېښه تر څېړنې لاندې نيولې ده.
په همدې حال کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې د دې ولسوالۍ جنايي کارکوونکى صفر محمد د دوى کسانو وژلى دى.
د يوه بل خبر له مخې، د فراه د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د ملي اردو موټر د سړک غاړي پر ماين وربرابر شو او د چاودنې له امله يې د اردو دوه منسوبين وژل شوي دي.
د فراه د والي وياند نقيب الله فراهي پژواک ته وويل چې ماين هغه مهال د بالابلوک ولسوالۍ د ورى په ولسوالۍ کې وچاودېد، چې د ملي اردو د ګزمې موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د ظفر قول اردو د دويم کنډک قوماندان او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي او د دوى موټر ويجاړ شوى دى.
په عين حال کې د بلال په نوم د سيمه ييزو طالبانو يوه وياند ويلي، چې دا چاودنه د دوى د کسانو له خوا شوې، چې دوه پوليس په کې وژل شوي او د دوى موټر ويجاړ شوى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن