شبرغان-ايبک (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): وسلوالو طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، چې په کې درې پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت نن (د غبرګولي ٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د درزاب ولسوالۍ په خواجه اشکار کلي کې رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د وسلوالو طالبانو په بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي، خو نور معلومات يې ورنه کړل.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمد اسمعيل پژواک ته وويل: ((د سيمه ييزو پوليسو له پوستۍ څخه نيمه شپه د ډزو غږونه اورېدل کېدل.))
هغه څرګنده کړه، چې په پوسته کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي او مړي يې تر سهاره په پوسته کې پاتې وو.
وسلوالو طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى کسانو په دغه بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژلي او دوه نور يې برمته کړي دي.
د يو بل خبر له مخې، د سمنګانو په درۀ صوف پايين ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې يو ملي پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د سمنګانو امنيه قوماندان پاسوال خليل اندرابي پژواک ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په داسې حال کې رامنځ ته شوه، چې د پوليسو د ګزمې موټرد صوف پايين درې ولسوالۍ په کنده موشک سيمه کې پر ماين ور برابر شو.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يو پوليس ووژل شو او يو بل ټپي دى.
خو د سيمې اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل: ((په دې پېښه کې دوه پوليس ووژل شول او بل تن يې ټپي شو.))
د يادونې ده، چې په روان کال کې په سمنګانو ولايت کې دا لومړۍ امنيتي پېښه ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن