ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي

6 May 2012 - 15:16
6 May 2012 - 15:16

قلعه نو-شبرغان (پژواک ١٧ غويى ٩١): په بادغيس او جوزجان ولايتونو کې د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په دوو جلا نښتو کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

په بادغيس کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ابراهيم خان نن (د غويي ١٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه په قادس ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې سيمه ييزو پوليسو مقاومت وکړ، چې په پايله کې يو سيمه ييز پوليس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

سرچينې زياته کړه، چې وژل شوى سيمه ييز پوليس په قادس ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان زوى و.

د قادس ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان غلام حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د وسلوالو پوليسو په بريد کې د ده زوى وژل شوى او دوه تنه نور ټپي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د جوزجان په قوش تيپه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې يو سيمه ييز پوليس او يو طالب وژل شوي او دوه نور سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

د قوش تيپې ولسوال امين الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د مغل په کلي کې رامنځته شوه.

د هغه په وينا، دغه پېښه د ماخوستن د لمانځه پر مهال رامنځته شوه، چې نيول شوي طالب د لمانځه له وخت څخه په ګټې اخيستو او د سيمه ييزو پوليسو پر وسلې يې پر هغوى ډزې وکړې.

سرچينې زياته کړه، چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حميدالله وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي، خو بريد کوونکى هم د سيمه ييزو پوليسو له خوا وژل شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د بادغيس ولايت د پېښې په اړه څه ونه ويل، خو د جوزجان د پېښې مسؤوليت يې پر غاړه واخيست.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په قوش تيپه ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو بريد کوونکى د دوى کس وو، چې يو سيمه ييز پوليس يې وژلى او يو بل يې ټپي کړى دى.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version