ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو سيمه ييز پوليس او د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل شول

17 May 2012 - 15:45
17 May 2012 - 15:45

 قلعه نو- پل علم(پژواک ٢٨غويى ٩١): په بادغيس او لوګر ولايتونو کې د بېلابېلو نښتو له امله، يو سيمه ييز پوليس او د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل شول او دوه سيمه ييز پوليس، دوه وسلوال طالبان او يو ملي پوليس ټپيان دي.

دبادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمدجبار صالح نن(د غويي ٢٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نښته پرون شپه د قادس ولسوالۍ په درۀ بوم سيمه کې رامنځ ته شوه.

د نوموړي په وينا، وسلوالو طالبانو د شپې له ترږمۍ نه په ګټې اخيستنې سره، د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ،چې دهغوى له مقاومت سره مخ شول.

صالح څرګنده کړه،چې په دې جګړه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى، دوه سيمه ييز پوليس او دوه وسلوال طالبان ټپيان دي.

په قادس ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان جمعه خان پژواک اژانس ته وويل،چې د سيمه ييزو پوليسو له مقاومت څخه وروسته، طالبانو له سيمې پښې سپکې کړې.

نوموړي په داسې حال کې،چې د سيمه ييزو پوليسو د تجهيز غوښتنه يې وکړه،ويې ويل،چې د ټپي پوليسو روغتيايي حالت ښه دى .

د يو بل خبر له مخې،د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د نښتې له امله، د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل شو او يو پوليس ټپي دى.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک اژانس ته وويل،چې دا نښته تېره شپه د پوليسو د ځانګړې قطعې د عملياتو پر مهال  د احمدزي په کلا کې رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، په دې نښته کې د سحرګل په نوم د طالبانو يو نوموتى قوماندان وژل شوى او د شېرعلي په نوم يو بل يې نيول شوى دى.

د محمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال احمد نبي احمدزي پژواک ته وويل،چې دا عمليات د سحرګل پر کور ترسره شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې نښته کې يو پوليس هم برسېرن ټپي شوى او تر درملنې لاندې دى.

دسرچينې د معلوماتو له مخې، له دې کور څخه دوه کلاشينکوفونه، لاسي بمونه،تومانچه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه ددې جګړو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version